لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډېورنډ اوربند اعلان شوی، پاکستان ته جسدونه سپارل کيږي


د خوست ځايي چارواکو ویلي ،په ځاځي مېدان ولسوالۍ کې د افغان اوپاکستانیو پوځیانو ترمنځ د ډیورنډ کرښې دواړو طرفونو ته د مېشتو ولسونو په منځګړیتوب اوربند اعلان شوی.

د خوست والي حکم خان حبیبي وي او اې ډیوه سره په خبرو کې ویلي "دوي سره د پاکستان د شپږو پوځيانو جسدونه او يو ژوندی تن بندي دی هغه به پاکستان ته وسپاري".

د پاکستان پوځ پرون د يکشنبې/ اتوار په ورځ په پوله نښته کې يواځې د د ملېشې د دوه عسکرو د وژنې او پينځه ؤ ژوبلېدو ويلي ؤ، له دغې وروستو يې کوم تازه بيان تراوسه پورې مخې ته نه دی راغلی.

د خوست والي ويلي د ملي دفاع وزرات د عملياتو د چارواکو او د پاکستانیو پوځیانو ترمنځ د پکتیا ډنډ پټان ولسوالۍ کې د جګړې د بندیدو له هوکړې وروسته د کرښې دواړو طرفونوته مېشتو ولسونود جګړې د بندیدو غوښتنه وکړه.

والي ویلي د جګړې د بندیدو وړاندیز او اوربند افغان حکومت منلی او دا مهال په ځاځي میدان ولسوالۍ کې جګړه درېدلې ده.

والي وویل "دکرښې دواړوغاړوته د مېشتوځاځي میدان اود کرښې هغې غاړې ته دملیخیلو ولسونو په منځګړیتوب د اوربند غوښتنه وشوه اومونږ هم بین المرزي قوانينو ته په احترام سره یاده غوښتنه ومنله او جګړه پای ته رسېدلې اوربند حاکم دی ،په فرضي کرښه کې خیروخیریت دی اوافغان امنیتي ځواکونه په صفري نقاطو کې په خپلو پوستوکې ځای پرځای دي او وضعیت ترکنټرول لاندې دی".

دخوست والي ویلي،د پاکستان نظامیانو د خپلوعسکرو د جسدونو اود اسیر (بندي) د سپارلو غوښتنه کړې ده خوافغانستان د ملي امنیت شورا له تفاهم وروسته به دوژل شویو کسانو جسدونه په فرضي کرښه د دواړو هیوادونو د بیرغونو لاندې د بین المرزي قوانينیو په رڼا کې هغوي ته سپارل کیږي.

هغه زیاته کړه "یوتن اسیر یې زمونږ د امنیتي ځواکونو په واک کې دی ،تیره شپه دپاکستانیو نظامیانو له مونږ سره څلور جسدونه وخو د نن سهار د معالوماتو په اساس د جګړې په ډګر کې دوه نور جسدونه هم موندل شوي دي او شپږ واړه به په رسمي توګه هغوی ته سپارو".

د خوست والي په ځاځي میدان کې دافغان او پاکستانیو پوځیانو ترمنځ دجګړې د رامنځته کیدو د علتونو په اړه وویل چې د پاکستان پوځیان څوکلوميټره دافغانستان خاورې ته راننوتي وو.

هغه وويل دوي غوښتل چې دجنډوغره هسکه څوکه چې هلته دافغان امنیتي ځواکونو امنیتي پوسته په کې شتون درلود د هغې شاته راغلي وه او غوښتل یې پردې پوستې اکمالاتي لار بنده کړي او ترنیولو وروسته په دې ستراتیژیکه نقطه کې خپله پوسته جوړه کړي.

نوموړي ویلي افغان سرحدي ځواکونو هغوي ته د سیمې دپریښودو ویلي وه خو د پاکستانیو پوځیانو دجنډو غره په مربوطاتو کې دافغان امنیتي ځواکونو پرامنیتي پوستوبریدونه وکړل او افغان سرحدي ځواکونه هم مجبورشول چې له خپلې خاورې دفاع وکړي او له همدې امله جګړه رامنځته شوه.

والي حبیبي ویلي په دې جګړه چې د ځاځی میدان ولسونو هم د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره د جګړې کرښې ته ورغلي وو او دشوې جګړې په پایله کې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

پرون د پاکستان پوځ ویلي ؤ د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي سیمه کرمه ايجنسۍ کې د پولې پورې غاړې نه په ډزو کې د ملېشې دوه سرتيري وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.

د پوځ وياندې ادارې ايي اېس پي ار ويلي، د خېبرپښتونخوا د ملېشې ځواک سرتيري د افغانستان سره په پوله د معمول په ګزمه بوخت ؤ او په سيمه کې په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو تياري يې نيوله چې برید پرې شوی دی.

ډېورنډ سره په پوله پرتې د پاکستان د قبايلي سيمې کوزې کرمي چارواکو ويلي ؤ د لکه تيګه نومې علاقه باندې چې د ډېورنډ په کرښه پرته ده نه خو پاکستاني ځواکونو ازغن تار لګولی، نه يې د پولې سرغړونه کړې او نه يې په پوله په افغان ځواکونو بريد کړی دی.

وروستو د سيمې نه ځينې داسې خبرونه هم رارسېدلي چې په علاقه کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي چې ځايي خلک دې د ځواکونو سره د مرستې دپاره را اووځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG