لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وایي له پښتونخوا تر ټولو زیات خلک جبري بې درکه دي


د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن وایي په پاکستان کې لا هم د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ دوام لري او له خیبرپښتونخوا صوبې تر ټولو زیات خلک په زور وړل شوي دي.

د کالني رپوټ د وړاندې کولو په وخت په اسلام اباد کې د دې کمېشن یو غړی ای اې رحمن رسنیو ته ویلي، د خلکو د جبري بې درکۍ لړۍ په ۲۰۰۴م کال کې په بلوچستان کې پیل شوه، چې وروسته پښتونخوا صوبې هم ته وغزېده:

"له پښتونخوا تر ټولو زیات خلک جبري بې درکه دي، موږ په دې باور یو چې له دې صوبې د بې درکو خلکو حکومتي شمېرې ناسمې دي، ځکه چې ډېر کېسونه تر اوسه رپوټ شوي هم نه دي".

له درېوو میاشتو د پښتنو د حقونو لپاره د مبارزه کوونکي پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مهمه غوښتنه همدا ده، چې وایي په پاکستان کې شاوخوا ۳۲۰۰۰ پښتانه په جبري توګه بې درکه دي، چې زیات شمېر پکې د پښتونخوا او قبایلي سیمو د خلکو دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اپرېل په ۸مه په پېښور کې د زرګونو خلکو جلسې ته په وینا کې وویل، چې په دغو ورکو خلکو کې د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو نومونه دوی ته رسېدلي دي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د پېښور جلسې ته ور روان د جبري بې درکه کسانو د کورنۍ غړي.
د پېښور جلسې ته ور روان د جبري بې درکه کسانو د کورنۍ غړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وایي په جبري بې درکه کسانو کې شاوخوا څورلس سوه ښځې هم شاملې دي، چې کورنۍ یې د مرګ او ژوند په اړه هیڅ معلومات نه لري. دوی غوښتنه کوي چې ورک خلک دې عدالتونو ته وړاندې شي، که څه جرم یې کړی وي سزا دې شي که نه وي خوشي دې کړل شي.

د پېښور جلسې ته په لسګونو هغه مېرمنې، ځوانان او سپین ږیري هم ورغلې وې او په لاسونو کې یې د خپلو زامنو، وروڼو او خاوندانو عکسونه را اخیستي وو، چې وایي له کلونو راهیسې په جبري توګه بې درکه دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېشن د ۲۰۱۷م کال په کالني رپوټ کې ویلي، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې کموالی راغلی خو وایي په دې هېواد کې د مذهبي اقلیتونو په ضد تشدد کې زیاتوالی راغلی دی.

د رپوټ وړاندې کولو په مهال پخواني سنېټر او د بشري حقونو د کمېشن پخواني مشر افراسیاب خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې پر ځای بللې او د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې د دوی پر غوښتنو فکر وکړي.

د بشري حقونو کمېشن په خپل کالني رپوټ کې دا هم ویلي، چې په پاکستان کې مذهبي اقلیتونه خوندي نه دي او تېر کال په دې هېواد کې پر عیسایانو، احمدیانو، هزاره ګانو، هندوانو او سیکانو باندې بریدونه شوي وو.

رپوټ وایي د پاکستان په جېلونو کې تر اندازې زیات خلک بندیان دي، چې وایي شمېر یې د تېر کال په نومبر کې تر ۸۲۰۰۰ زیاته وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG