لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: د پوځیانو ۵ جسدونه او یو اسیر مو پاکستان ته وسپارل


د خوست چارواکو ویلي، پر ډیورنډ کرښه پر اوربند له موافقې وروسته په ځاځي میدان کې د ډیورنډ په صفري کرښه سیټي ون کې د دواړو هیوادنونو د پوځي چارواکو په حضور کې د پوځیانو پینځه جسدونه او د جګړې په میدان کې نیول شوی اسیر عسکر د پاکستان پوځ ته په رسمي توګه سپارل شوي دي.

د خوست والي حکم خان حبیبي نن د ګل- دوشنبې په ورځ د خبري غونډې په مهال ویلي، د ملي فاع وزرات د اپرېشن د چارواکو او د پاکستاني پوځیانو تر منځ د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې تېره ورځ ناسته وشوه.

نوموړي ویلي د دواړو هیوادونو پوځي مشرانو په ډنډ پټان کې د کرښې په اوږدو کې د پوځي سرغړونو د مخنیوي او همداراز په ځاځي میدان کې د رامنځته شوې جګړې د پای لپاره چې د کرښې دواړو خواوو ته میشتو ولسونو هم وړاندیز درلود اوربند اعلان کړ.

د خوست ګورنر ویلي له یوې خوا د پاکستان عسکر له کرښې سرغړونه نه کوي او له بلې د جګړې د بندېدو وړاندیز کوي خو په سیمه کې افغان پوځي مشرانو پر ډیورنډ کرښه د هغوی له خوا د شویو سرغړونو باوجود د هغوی له خوا د شوي اوربند وړاندیز ومانه. هغه زیاته کړه:

"په ډنډ پټان کې د ملي دفاع وزارت د اوپراسیون او د پاکستان د سرحدي ځواکونو د مشرتابه له لوري ګډه ناسته وشوه او په دې ناسته کې پر اوربند موافقه وشوه او په عین وخت کې د ځاځي میدان په صفري کرښه کې دواړو غاړو ته د مېشتو ولسونو هڅه دا وه چې باید د جګړې د پای لپاره اوربند وشي، چې هغوی خپل جسدونه او ټپیان انتقال کړي".

د خوست والي ویلي، د افغانستان د ملي امنیت شورا له تفاهم وروسته نن د پینځو تنو پوځیانو جسدونه د ګډې پولې د قوانانیو په رڼا کې د پاکستان پوځ ته د ځاځي میدان ولسوالۍ د ډیورند صفري کرښې په سیټي ون نقطه کې په رسمي توګه سپارل شوي دي. نوموړی وايي:

"د هغوی پینځه جسدونه په ډېر احترام سره چې په تابوتونو کې ځای پر ځای شوي وو، د بین المرزي نړیوالو قوانینو په بنیاد دوی ته تسلیم شول او د هغوی یو اسیر چې نیول شوی وو د دواړو هیوادونو رهبرۍ د تفاهم په اساس هم ور سپارل شوی دی".

د خوست چارواکو ویلي په ځاځي میدان کې د افغان او پاکستاني پوځیانو تر منځ تېره ورځ وروسته له هغې جګړه وشوه چې د پاکستان عسکر څو کیلومټره د ډیورنډ کرښې دې غاړې د افغانستان خاورې ته راننوتي وو او غوښتل یې چې د جنډو غره هسکه څوکه چې هلته د افغان امنیتي ځواکونو پوستې په کې شتون درلود ترخپل واک لاندې راولي خو د افغان پوځیانو او سیمې ته نږدې د ولس له غبرګون سره مخامخ شول.

هغه ویلي د پېښې شوې جګړې په پایله کې دوه تنه ولسي وګړي چې د افغان پوځیانو ملاتړ یې کاوه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. خوست والي حکم خان حبیبي د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې سرحدي قوانین او د ښه ګاونډیتوب اصل په پام کې ونیسي او له سرغړونو لاس واخلي.

افغان سیمه ییز چارواکي په داسې حال د ښه ګاونډیتوب او پر ډیورنډ د پاکستان د پوځ له خوا د سرغړونو د نه تکرارېدو غوښتنه کوي چې نن مازدیګر مهال د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پاکستاني عسکرو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کړي.

د پکتیا چارواکو ویلي، برید هغه مهال وشو چې افغان پوځیانو د ډنډپټان ولسوالۍ د انځرکي کنډو په سیمه کې د طالبانو په ضد پوځي عملیات روان وو.

د پکتیا سیمه ییزو چارواکو ویلي، افغان پوځ هم ځوابي بریدونه کړي او دا مهال سیمه کې د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د پاکستان پوځ تر اوسه د افغان حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG