لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان چارواکي: پر ډیورنډ د پاکستان بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي


افغان امنیتي ځواکونو د ګل یا دوشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د ډیورنډ پر کرښه یې نور تیری وکړ نو له جدي غبرګون سره به مخامخ شي.

افغان چارواکو د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو سره تر اوربند وروسته د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې له پاکستاني پوځي چارواکو سره په یوې ګډې خبري غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې افغانان به د خپلې خاورې په وړاندې د پاکستان یرغل و نه زغمي.

په ختیځ زون کې د افغان پوله ساتو ځواکونو قومندان فریدون فیاض خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل:

(که په پوله هر ډول اقدام وشي نو پر وړاندې به یې غبرګون وښودل شي. تاسو پاکستاني پوځ د بې ګناه کسانو وینې تویې کړې او دا یوه ښه لاره نه ده.)

د راپورونو له مخې د ډنډې پټان سیمیزو اوسېدونکو خپلې وسلې راویستي او ویلي دي که اړتیا شوه نو د پاکستان پرضد د خپلې خاورې په دفاع کې به یې وکاروي.

افغان چارواکي وايي، که څه هم جګړه اوس بنده شوېده خو افغان امنیتي ځواکونو په سیمه کې د تیارسۍ په حالت کې دي او د پاکستان په وړاندې د هر ډول برید ځواب ته چمتو دي.

د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو د دوهمې لیوا قومندان عثمان جانباز وویل:

(تاسو پاکستاني سرتیرو په صفري نقطه کې فعالیت کاوه چې دا د نړیوال قانون پر خلاف دي. تاسو پاکستانیان وايي چې لس متره دومره خبره نه ده خو مونږ درته وایو چې له صفري نقطې څخه به ۵۰ متره واټن نیسئ.)

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ ویلي چې جګړه د حل لاره نه ده او وړاندیز یې وکړ چې باید په سیمه کې اوربند پلی شي.

د پاکستان د پوځ یو افسر اختر وویل:

(ستاسو نیوکه دا ده چې مونږ تیری کړی. مونږ باید په ګډه کښینو او په دې خبرې وکړو چې دا سیمه ستاسو او که زمونږ ده.)

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر دا ادعا هم کړېده چې افغان سرتیرو پرې لومړی برید کړی او دوی ځواب ورکړی او د همدې ځواب په ترڅ کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

(په کورمې ایجنسۍ کې په ملیشه ځواکونو باندې د افغانستان لخوا برید شوی. سرتیرو په سیمه کې ګزمه کوله او د کټارې د لګولو لپاره یې اړین اقدامات کول. دوه سرتیري مو وژل شوي او پنځه نور ژوبل شویدي.)

د پکتیا د ډنډې پټان ولسوالۍ د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ ته څېرمه ده چې دواړه یې د کورمې ایجنسۍ پاړه چنار سره نښتي دي.

په ځاځي میدان ولسوالۍ باندې د یکشنبې په ورځ پاکستاني پوځ برید وکړ او د پاکستاني پوځ او د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ هغه وخت جګړه وشوه کله چې پاکستاني پوځیانو د افغان امنیتي ځواکونو یو پوسته ونیوه.

د خوست د والي په وینا په دغې نښته کې د پنځو پاکستاني پوځیانو مړي یې پاکستاني لوري ته سپارلي دي او د ژوندي نیول شوي پاکستاني سرتیري برخلیک یې د افغانستان د امنیت شورا ته سپارلی.

XS
SM
MD
LG