لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې تير کال د ترهګرۍ نه زيات خلک د امنيتي ادارو په مقابلو کې وژل شوي


پاکستان کې تير کال په ۲۰۱۷م کې د ځانمرګوبريدونواو په ټوپک د وژنو نه زيات خلک د امنيتي ادارو د لاسه په مقابلو کې وژل شوي دي.

د بشري حقونو کمېشن (اېچ ار سي پي) د کال ۲۰۱۷م په اړوند خپل کاليز خپور کړي رپورټ کې ويلي تير کال ۴۹۵ کسان د امنيتي ادارو په مقابلو کې وژل شوي دي.

دغه راز په نورو وژنو کې په ډزو د وژل شوؤ شمېره ۳۹۹، ځانمرګو بريدونو کې ۲۹۸ او چاؤدنو کې ۱۴۴ تنه وژل شوي وو.

د کمېشن د رپوټ ترمخه په ۲۰۱۶م کال کې دغه شمېره له دې هم سېوا وه۶۴۵ کسان په تورنو مقابلو کې وژل شوي، ۴۸۵ په ډزو وژل شوي او ۳۷۶ په ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي وو.

پاکستان کې د امنیتي ادارو په مقابلو د غېر عدالتي وژنو تورونه لګي او روان کال د جنورۍ په مياشت کې په کراچۍ کې د پښتون ځوان نقيب الله مسيد د پوليسو په جعلي مقابله کې د وژنې وروستو په دغه اړوند بحثونه نور تاوده شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنه کوي چې په ځانګړي ډول د پښتنو د عدالت نه لرې وژنې شوي چې شمېره يې په سلګونو کې ښايي او وايي د دغو وژنو پلټنې دې وشي.

اېچ ار سي پي په خپل کاليز رپوټ کې ويلي که څه هم تير کال په ملک کې د ترهګرۍ پېښې راکمې شوي خو په هېواد کې په اسانو هدفونو لکه په لږکيو بريدونه سېوا شوي دي.

د رپوټ ترمخه تير کال په زوره د خلکو ورکولو ۸۶۸ پېښې رپوټ شوې چې پکې ۵۵۵ هوارې شوې خو اصل شمېره د دې نه ډېره سېوا ده.

په ښځو د نور هر کله نه سېوا د تشدد پېښې زياتې رپوټ شوي دي، ۵۶۶۰ پېښې يواځې د کال په لمړو ۱۰ میاشتو کې ثبت شوې وې.

۲۷۴ ښځې د غېرت په نوم وژل شوي، ۲۰۶ سره په ګډه جنسي تيری شوی، ۲۸۴۰ سره جنسي تیری شوی او په ټول ملک کې ۶۸۱ ښځې وژل شوي دي.

کمېشن ويلي په ښځو د تشدد او هغوي سره د زور زياتي تر ټولو زياتې پېښې په پنجاب صوبه کې رامنځته شوي چې شمېره یې ۳۴۰۰ ده.

د اېچ ار سي پي د رپوټ ترمخه مذهبي لږکۍ عسیايان، احمديان، هزاره او سيکهان دوي د سختو ګواښونو او بريدونو ښکار پاتې شوي دي.

د کال ۲۰۱۶م په پرتله په جېلونو کې د بنديانو شمېره نزدې دوه زره راکمه شوې تير کال د بنديانو شمېره ۸۲ زره ۵۹۱ وه او په ۲۰۱۶م کې دا شمېره ۸۴ زره، ۳۱۵ وه، دغه ډول په جېلونو کې د خپل حساب نه سېوا بنديان ساتل شوي دي.

د کمېشن د رپوټ ترمخه ۵.۶ ملينه ماشومان د ابتدايي زده کړو (پرائيمري) سکولونو او ۵.۵ ماشومان د سيکنډري سکولونو نه بهر پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG