د هند د بهرنيو چارو وزارت ویلي په نوي ډهلي کې يې د پاکستان مرستيال هايي کمشنر رابللی او په دې خبره يې ورته سخت احتجاج کړی چې د هند نه پاکستان ته زيارتونو له تلي سيکانو راپارولو هڅې شوي چې بيرته هېواد ته په تلو د خالستان مسله راپورته کړي.
د هند څخه هر کال په لويه شمېره کې سيکان پاکستان ته خپلو مذهبي مقدسو ځايونو ليدو ته راځي او دغه رنګ د پاکستان نه هم په لويه شمېره کې سيکان او هندوان هند ته ځي.
د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي سيکان چې پاکستان ته د خپلومقدسو ځايونو زيارت کولو له ورغلي دوي ته په بېلابيلو ځايونو کې داسې پوسټرې لګول شوي يا ښکاره کړی شوي چې د راپارولو خبرې پرې ليکل شوې وې.
د رپوټونو ترمخه دا وخت پاکستان ته نزدې ۱۸۰۰ سيکان راغلي چې خپل مذهبي مقدسه ځايونه او مزارونه ګوري.
په هند کې د اتيايم (۱۹۸۰) په لسيزه کې د سيکانو د ځانله رياست خالستان جوړولو دپاره پاڅون شوی او سختې مرګ ژوبلې پکې رامنځته شوې وې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپل بيان کې په پاکستان غږ کړی چې په سمدستي توګه د دغه ډول چلند نه لاس واخلي چې مقصد يې د هند ملي حاکميت کمزوری کول، سيمه ييز امنیت او اړی ګړی جوړول دي.
هند ويلي د پاکستان لخوا دغه ډول ملاتړ د هند په داخلي چارو کې لاسوهنه ده او دغه ډول چلند د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۷۴م د تړون پرضد دی.
هند دا تور هم لګولی چې پاکستان کې د هند هايي کمشنر د سيکانو سره ليدو ته نه دی پرېښودی شوی.
خو پاکستان د هند دغه ټول تورونه رد کړي دي.
دواړه ګاونډي هېوادونه د مودو نه د يو بل په کورنيو چارو کې د لاسوهنې تورونه لګوي، د تيرې يوې مودې نه د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله هم وخت په وخت نښتې رامنځته کيږي.
د دواړو ګاونډي ملکونو اړيکې زياتره د تاؤ تريخوالي ښکار پاتې شوي او اوس هم تاوژنې دي.