لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داوربند وروسته ډیورنډ کرښې ته نزدې ولسونو عادي ژوند ته مخه کړې


دخوست ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند دجنډې غره اړوند سیمو کې د افغان اوپاکستانیو پوځیانو ترمنځ د اوربند اعلانیدو وروسته وضعیت عادي حالت ته ګرځیدلی دی.

د ځاځي میدان ولسوالۍ قومي مشرملک حسین جان له امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې ویلي،هغه ښوونځي او مدرسې چې دجګړې له پیل سره تړل شوي بیرته پرانستل شوي او کرښې ته نږدې ولسونه ترډیره بریده په عادي شکل ورځنۍ چارې مخته وړي.

ملک حسین جان وویل"له اوربند وروسته وضعیت ارامه دی ،خلک په عادي شکل سره خپل ژوند ته ادامه ورکوي،سکولونه او مدرسې خلاصې دي،هیڅ نوع تشویش نشته"

خو هغه وایي "له هاغو ساحونه چې پاکستاني پوځیان پشا شوي ، خلک په دې فکر کې دي چې داسې نه چې یوځل بیا پرمونږ حمله وکړي او له دې پرته بله هیڅ اندیښه په خلکو کې شتون نه لري"

ډیورنډ کرښې ته نږدې د اتا اخیلو قومي مشر ولي خان هله مند وايي ، ځاځي میدان ولسوالۍ ته نږدې د ډیورنډ کرښې دې غاړې دشوې جګړې له امله چې دامهال اوربند په کې حاکم دی دجیبي ،سترغژی،ډینګه مینه،اوړي ،منګسو کلیو او د سي ،ټي ون سیمې څخه ۳۵۰ کورنۍ دجګړې له امله بې ځایه شوي دي.

هیله مند ویلي،د ډیورنډکرښې ته څیرمه دجنډول غره، جیبې ،سترغوژی او د مینې د کليو خلکو هم عادي ژوند ته مخه کړې او دماشومانو دزده کړو پرمخ یې دمزرین کس دښوونځي اودیوې دیني مدرسې دروازې خلاصي دي.

قومي مشرملک ولي خان ویلي ، دوړمې ورځې له جګړې ورسته دنري کنډو سیمه چې ،ډ یورنډ کرښې دواړوخواو ته میشتو قومونو به پرې تګ راتګ کولو دامهال دپاکستان دپوځ لخوا تړل شوې.

هغه وویل"افغانستان اوپاکستان دوه اسلامي هیوادونه دي ،خلک یې مسلمانان دي اود پاکستان حکومت باید د ګاونډیتوب نړیوال اوصول مراعت کړي اود پښتنوترمنځ دې د بیلتون فاصاله نه رامنځته کوي"

نوموړي وویل "دکرښې دې غاړې ته ولسونه دکرمې انجنسي له توري او بنګښ قومونو سره د دوستۍ اړیکې لري یو له بیل سره مړی او ژوندی لري باید زمونږ دتګ راتګ پرمخ تړل شوې لارې پرانیستل شي"

قومي مشران په داسې حال کې ځاځي میدان ولسوالۍ ته نږدې د ډیورنډ کرښې دې غاړې عادي ژوند ته د ولسونو دتګ خبره کوي چې دوه ورځې وړاندې د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند د جنډوغره سیمه کې دافغانستان اوپاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ ترجګړې وروسته دکرښې داړو خواو ته د میشتو قومونو په منګړیتوب تیره ورځ اوربند اعلان شوی اودا مهال دجګړې دبیا کیدو کوم څرک نه لیدل کیږي.

په پوله رامینځته شوې دغه جګړه کې دواړو خواؤ ته د مرګ ژوبلې راپورونه مخې ته راغلي وؤ‌ اؤ افغانستان په دغه جګړه کې د وژل شوؤ شپږو پاکستاني پوځیانو جسدونه هم تیره ورځ پاکستان ته سپارلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG