لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:له جنسي تیري وروسته دماشومې په وژنه احتجاج، یو تن مړ،۱۲ژوبل


دپاکستان په کراچۍ ښار کې یوه بله شپږ کلنه ماشومه له جنسي تیري وروسته وژل شوې اؤ مړی یې په ډیران غورځول شوی چې ددغه پېښې سره سم په کراچۍ کې سختې احتجاجي مظاهرې پیل شوي اؤ دپولیسو سره دپاریدلو مظاهرینو نښته کې یو تن وژل شوی اؤ ۱۲نور ژوبل شوي دي،

په دې وروستیو کې د پاکستان دننه له جنسي تیري وروسته دماشومانو د وژنو پېښو کې زیاته اضافه لیدل شوې اؤ دماشومانو میندې اؤ پلرونه دغو پېښو سخت اندېښمن کړي دي.

د روان کال دجنورۍ په میاشت کې هم دپنجاب په قصور سیمه کې د زینب اد د مردان په ګوجر ګړهۍ سیمه کې د عاصمه په نوم دوه وړې ماشومانې له جنسي تیري وروسته وژل شوې وې.

د دوشنبې په ورځ دکراچۍ اورنګي ټاؤن بلوچ پاړه سیمې څخه څو ورځې وړاندې دکور نه د بې درکه شوې اووه کلنې ماشومې رابعه مړی په منګهو پیر سیمه کې په یو ډیران موندل شوی ؤ چې نن یې د رابعه په نوم پیژندګلو شوې ده.

ددغه ماشومې د مړي د پوسټ مارټم په رپورټ کې ویل شوي چې د وژل کیدو څخه دمخه په رابعه جنسي تیری شوی اؤ بیا په تشدد لؤ تیزندۍ وژل شوې ده .

ددغه پېښې د رامینځته کیدلو سره سم دکراچۍ په کټي پهاړي نومې سیمه کې د وژل شوې ماشومې کورنۍ اؤ عامو خلکو احتجاجي مظاهرې کړي اؤ دپولیسو سره یې درنه نښته شوې ده.

د وژل شوې ماشومې کورنۍ دریځ خپل کړی چې د رابعه له ورکیدو وروسته یې پولیسو ته د هغې دبې درکۍ خبر ورکړی ؤ خو پولیسو هیڅ دقناعت وړ ګامونه نه دي اخستي.

دسیمې خلکو د وژل شوې ماشومې مړی سړک ته راویستلی اؤ ددغه پېښې په ضد یې سخت احتحاج کړی.

داحتجاج په موقعه د پولیسو اؤ پاریدلو مظاهرینو تر مینځ نښتې هم شوي دي اؤ سرچینې وایي چې دغه نښته کې دپولیسو په ډزو دعبدالرحمان په نوم یو تن احتجاج کوونکی وژل شوی اؤ ۱۲ کسان ژوبل دي چې زیاتره پکې پولیس دي.

په دې وروستیو کې دپاکستان دننه په وړو ماشومانو د جنسي تیري پيښو کې اضافه لیدل شوې اؤ څیړونکي وایي ددې وجه داده چې دپاکستان په نصابي کتابونو کې نه خو ماشومانو ته داسبق ورکول کیږي چې دممکنه خطرو په مهال به ځان څنګه ژغوري اؤ نه هم د زیاتره مور اؤ پلار داپوهه لري چې خپلو ماشومانو ته دجنسي تیري نه دخوندي توب لارې په ګوته کړي.

د غېر دولتي ادارې ساحل د شمېرو ترمخه د تېر ۲۰۱۷م کال په لمړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې د ۱۷۶۴ ماشومانو د جنسي تيري پېښې رپوټ شوې وې.

په دغه شمېره کې تر ټولو زياته شمېره د پنجاب صوبې وه او هلته ۱۰۸۹ ماشومان د جنسي تيري ښکار شوي وو، سندهـ صوبه کې ۴۹۰ پېښې، بلوچستان کې ۷۶، قبايلي سيمو کې ۵۸، خېبرپښتونخوا کې ۴۲ او ازاد کشمير کې ۹ پېښې رپوټ شوې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG