لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

راپور:ددوبۍ دحکمران پیغله لور شیخه لطیفه د تښتېدلو هڅه کې نیول شوې


شیخه لطیفه

دفرانسیې یو مخبر هروي جوبرټ ویلي د دوبۍ د حکمران شیخ محمد پیغله لور شیخه لطیفه بنت محمد المکتوم تیره میاشت دخپل هیواد څخه دتښتیدلو په هڅه کې کمانډو ځواکونو نیولې اؤ له هغې راهسې بې درکه ده.

دانګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل یو راپور کې د هروي جوبرټ له خولې هېله ښودلې ده چې نیول شوې لطیفه بنت محمد المکتوم به بیرته متحده عرب ایالاتو ته راوستل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د شیخ محمد بن راشد المکتوم دغه لور د ټولنیزو ععناناتو یا روایتونو په ضد وه اؤ غوښتل یې په ازادانه ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې د دوبۍ دحکمران د لور لطیفه د یو ملګري له خولې ویلي چې شیخه لطیفه تیره میاشت هاغه مهال د کمانډو ځواکونو لخوا ونیول شوه چې د هند دسمندر له لارې یې په یوه کشتۍ کې د تېښتې هڅه کوله .

دشیخ لطیفه دغه ملګری وایی کله چې کمانډویانو هغه ونیوله نو په راښکلو یې د کشتۍ څخه بهر را ویستله ، هغې چغې وهلې اؤ کمانډویانو وهله.

خو تر دې مهاله د دوبۍ اؤ اماراتو دولتونو په دې هکله هیڅ نه دي ویلي.

دا هم نه ده معلومه چې شیخه لطیفه په کوم هیواد کې نیول شوې اؤ اوس چرته ده ؟

ورځپاڼې د میل ان لائن په نوم د خبري شبکې په حواله لیکلي چې شیخه لطیفه دعوه کړې ده چې هغه په دوبۍ کې تر دریوؤ کالو بندي ساتل شوې وه اؤ وروستو بیا د ډاکټرانو په مرسته روغتون ته بوتلل شوې وه.

شیخه خلیفه دا هم ویلي وؤ چې په هغې ټینګار کیدلو چې باید د بغاوت ډک نظر اؤ اړی ګړی خپور نه کړي.

شیخ محمد بن راشد المکتوم نه یوازې د دوبۍ حکمران دی بلکې د متحده عرب ایالاتو مرستیال صدر هم دی.

هغه د ګڼو ښځو څخه تر ۱۲ؤ زیات اولادونه لري چې پکې ځینې په میډیا هم مخې ته راځي اؤ خلک یې پیژني خو ځینې لوڼه اؤ زامن یې داسې هم شته چې هیڅوک یې نه پیژني.

شیخه لطیفه هم دهغه په هاغو لوڼو کې شمیرل کیږي چې تر ډیرې مودې د میډیا له سترګو پناه وه خو اوس یو ځل بیا دهغې دبې درکۍ خبرونه مخې راغلی خو د اماراتو میډیا په دغه هکله هیڅ نه دي ویلی.

XS
SM
MD
LG