لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان سره په پوله وسله وال بريد کې درې ايراني سرتيري وژل شوي


ايراني چارواکو ویلي د سه شنبې/ نهې په ورځ د پاکستان د لوري په پوله وسله وال بريد کې درې ايراني سرتيري وژل شوي دی.

د ايران انقلابي ګارډ ويلي د ايران سېستان بلوچستان صوبې پولې ته نزدې پروت ښار ميرجاوه کې د ايران د پوليسو يو افسر په بريد کې وژل شوی او او دوه سرتيري په ګاډي د چاؤدنې په پايله کې وژل شوي دي.

د روئيټرز ترمخه انقلابي ګارډ رسنیو ته په لېږلي پېغام کې ويلي درې ترهګر چې بريد يې کړی په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

د ايران دولتي خبري ادارې ايرنا ويلي په ځوابو ډزو او نښته کې چې نزدې تر دوه ساعتونو پورې روانه وه درې ترهګر پکې وژل شوي او په وژل شوؤ کې د دوه تنو پېژندګلو د مېجر واحيد حسېن زاده او ابوالفضل غلامپور په نومونو شوې ده.

د ايران په جنوب ختيځ کې پرتې صوبې سېستان بلوچستان پوله د اوږدې مودې نه د ناامنۍ، قاچاق او وسله والو تندلارو د بريدونو سره مخ پاتې شوې ده.

يو کال وړاندې هم په ميرجاوه کې د وسله والو په بريد کې د ايران د انقلابي ګارډ لس سرتيري وژل شوي وو.

له دغې پېښې وروستو د ايران د پوځ مشر ګواښ کړی ؤ که اسلام اباد په خپله خاوره د هغو ترهګرو چې د پولې پورې غاړې ايران کې بريدونه کوي ګامونه وانه خستل تهران به په خپله په پاکستان کې دننه د دغو تندلارو پرضد عملیات وکړي.

د ايران د پوځ مشر مېجر جنرال محمد باقري ويلي ؤ ايران ته نور دغه ډول بريدونه د قبلولو نه دي.

ايران تور لګوي چې پاکستان په سېستان بلوچستان صوب کې د القاعده سره تړاؤ لرونکې ډلې جېش العدل جهاډي تنظيم ملاتړ کوي. سېستان کې زياتره ابادي د سني مسلمانانو ده او د ايران زیاته ابادي د شيعه مسلکو ده.

XS
SM
MD
LG