لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنر جهګړا:ځینې ورانکاري بیا دفاټا امن خرابول غواړي


دخیبرپښتونخوا صوبې ګورنر اقبال ظفر جهګړا ویلي دتېرو پینځلسو کالو راهسې په قبائیلي سیمو کې ترهګري اؤ ناامني خوره وه خو دضرب عضب عملیاتو له امله اوس دقبائیلي سیمو په ګوټ ګوټ کې دولتي واکمني ټینګه کړل شوې ده اؤ اوس ځینې عناصر بیا هڅې کوي چې دغلته ټینګ شوی امن تالا ترغه کړي.

ګورنر دغه خبرې د شورو په ورځ پېښور کې د ترهګرۍ په ضد د دیني عالمانو لخوا د جوړې کړل شوې مذهبي فتوې “پیغام پاکستان” دمخکتنې په موقعه کړې دي.

په دغه موقعه که ګورنر هر څو د چا نوم نه دی اخستی چې کوم عناصر قبائیلي‌سیمو کې امن خرابول غواړي خو د کله راهسې چې پاکستان کې پښتنو ځلمو د پښتون ژغورنې په نوم دخپلو حقونو غوښتو تحریک پیل کړی له هغې راپدېخو حکومتي اؤ امنیتي چارواکي په اشارو، اشارو کې دغه تحریک باندې بیلا بیل تورونه لګوي.

د ګورنر جهګړا څخه مخکې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه هم اوړمه ورځ ویلي وؤ “قبائیلي سیمو کې ډیر په خوارو امن ټینګ شو خو اوس دغلته یو بل تحریک سر راپورته کړو “

دغه دستورې ته دخیبر پښتونخوا ګورنر پخپله وینا کې دعوه وکړه چې حکومت دقبائیلي سیمو خلکو ته دهغوئ ټول حقونه ورکول اؤ قبائیلي سیمې په ملي ځاندره کې ورګډول غواړي چې ددې دپاره عملي ګامونه اخستل پیل شوي اؤ دهیواد صدر فاټا ته د سپریم کورټ اؤ پیښور هائیکورټ د لمنې غځولو په قانون لاسلیک هم کړی دی.

ګورنر وویل پوځ دعملیات دلارې دهیواد نه ترهګري ختمه کړې ده خو اوس د فکري بې لاریتوب په ضد مبارزې دپاره د دیني عالمانو لخوا په جوړه کړل شوې فتوه عمل کولو ته اړتیا ده.

هغه وویل کوم خلک چې قبائیلي‌سیمو کې د امن خرابولو هڅې کوي قبائیل اوس ډیر هوښیار شوي اؤ هیڅکله به دهغوئ تر شا ونه دریږي.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالینو دحکومت پلوه اؤ پوځ پلوه خلکو لخوا تورونه لګول کیږي چې دغه تحریک د هند اؤ افغانستان لخوا حمایه کیږي اؤ مقصد یې د پوځ درناوی د اولس نظر کې غورځول دي خو د تحریک مشر منظور پشتین دریځ لري چې هغه د پښتنو دحقونو کومې غوښتنې کړي هغه دپاکستان د ائین اؤ قانون لاندې دي .

د پي ټي ایم پینځوؤ اساسي غوښتنو کې په چیک پوسټونو پښتنو سره ناروا سلوک نه لاس اخستل، د جبري بې درکه کړل شوؤ پښتنو محکمو ته وړاندې کول اؤ د محکمو نه پشي شا د پښتنو د شوؤ وژنو قضایي پلټنې کول شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG