لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په کندهار کې لوړ پوړی پولیس جانان ماما وژل شوی، طالبانو یې ذمه منلې


افغان چارواکي وايي، په کندهار ښار کې د امنیتي ځواکونو یو لوړ پوړی قومندان له خپلو ساتونکو سره په یوې بمي چاودنه کې وژل شوی.

د کندهار د والي ویاند وژل شوی قومندان د جانان ماما په نامه یاد کړی چې په کندهار کې يې د پوله ساتو ځواکونو په لیکو کې کار کاوه.

ده وویل، هغه نښلېدونکی بم چول شوی چې د قومندان له موټر سره نښلول شوی وو.

طالبانو له پېښې ژر وروسته ذمه واري په غاړه اخیستې او دا یې یو تکتیکي چاودنه ګڼلې.

د طالبان د ویاند له خوا رسنیو ته په لېږل شوي بیان کې ادعا شوې چې په دغې چاودنه کې یې شپږ امنیتي سرتیري وژلي خو طالبان تل افغان امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېرې په برخه کې له مبالغې څخه کار اخلي.

په افغانستان کې وسلوالو ترهګرو په دې وروستیو کې د دې ډول نښلېدونکو بمونو کارول زیات کړي دي.

جانان د طالبانو پرضد د پولیسو تر ټولو د ځواکمن مشر جنرال عبدالرازق سره نږدې ملګري وو.

طالبانو دا هم ویلي چې دوی به د دې میاشتې په وروستیو کې په افغانستان کې خپل پسرلني بریدونه پیلوي خو افغان امنیتي ځواکونو لا دمخه ویلي چې دوی د طالبانو د پسرلنیو بریدونو د ځواب لپاره چمتو دي.

افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د پسرلنیو بریدونو د ماتولو لپاره د تېرې یوې میاشتې راهیسې په افغانستان کې په بیلابیلو ځایونو کې د طالبانو او داعش په وړاندې ګڼ پوځي عملیات ترسره کړي او رسنیو ته په رالېږل شویو بیانونو کې یې ویلي دي چې تر اوسه پورې یې په سلګونو ترهګر وژلي دي.

د طالبانو او د دولت لخوا د جګړو او ناخوالو د زیاتېدو له امله په افغانستان کې په روان کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې شمېرې هم لوړې شویدي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو ادارې په یو راپور کې ویلي دي چې د روان ۲۰۱۸ کال په لومړیو دریو میاشتو کې تر ۷۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG