لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پښتین: زموږ غوښتنو ته دي یو ریښتیا سپړونکی کمېشن جوړ شي چې حقایق ښکاره کړي


Manzoor Pashteen
Manzoor Pashteen

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، د خپلو غوښتنو تر منل کېدو پورې به احتجاجي پاڅون روان ساتي، خو وایي که حکومت عدالتي کمېشن نه جوړوي، نو یو ریښتیا سپړونکی کمېشن دي جوړ شي او په هغه کې به دوی او ریاست غړي پرېکړه وکړي چې دوی درواغ وایي که یې غوښتنې پر ځای دي.

ښاغلی پښتین وایي د جبري ورکو کسانو کوم فهرست چې دوی تیار کړی نو ورته ویل کېږي د هغوی پوښتنه پرېږدئ کېدای شي هغوی مړه وي، خو وایي د ورکو خلکو د سرکاري کمېشن د مشر له وروستۍ خبرې پوه شو چې دوی پښتانه هم خرڅ کړي دي:

"موږ پښتانه به چنده ورته وکړو چې څومره پیسې یې خرڅ کړې دي هغه به ورکړو دوی دي یې راوړي، موږ ته دي یې نه راکوي، عدالت ته دې وسپاري، چې ګناه ګار دي سزا دي ورکړل شي چې بېګناه دي هغه دي خوشي کړل شي".

پر خپل فېسبوک پاڼه ولس ته په اردو او پښتو ژبه په خپله وینا کې منظور پښتین د پاکستان رسنۍ متعصبې وبللې او ویې ویل چې د دوی په اړه په داسې انداز پروپیګنډه کوي، چې درواغ په ریښتیا او ریښتیا په درواغو بدلوي. د پښتین په وینا پاکستاني رسنۍ د دوی غوښتنې سمې ګڼي، خو بیا هم په چل- چل کې هڅه کوي چې خلک د دوی له ملاتړه را وګرځوي:

"دوی زموږ د غوښتنو منلو ته تیار نه دي خو ردولو ته یې څه جواز نه لري، دوی له پښتنو سره ښکاره مخالفت بیانولای نه شي، خو د پښتنو د پټه خوله کولو لپاره داسې الفاظ کاروي چې دوی خفه هم نه شي او د دوی غلامۍ ته هم تیار شي".

منظور پښتین جلسې ته وینا کوي.
منظور پښتین جلسې ته وینا کوي.

پښتین وایي رسنۍ او د پاکستان د نورو قومونو خلک له دوی غواړي چې دوی باید یواځې د طالبانو غندنه وکړي او د پوځ په اړه څه ونه وایي، خو دی وایي په پاکستان کې د ریاست له خوا له دوی سره د نسل په بنیاد توپیري چلند کېږي، ځکه چې وایي ملالې یوسفزۍ خو یواځې پر طالبانو تنقید کاوه، نو پاکستان ته د هغې په راتګ ولې په پنجاب کې توره ورځ ولمانځل شوه.

"یوه پاکستاني ټیلیویژن زموږ غوښتنې یادولې، نو ویل یې "یہ چھوٹے چھوٹے مطالبات اور گلے شکوے تو ہوتے ہیں" (دا وړې وړې غوښتنې او ګیلې مانې به وي)، زموږ کورونه او ژوند په بمبارۍ کې تباه شول، عزتونه مو لوټ شول دا د دوی [پاکستاني مېډیا] لپاره وړې وړې پېښې دي".

پښتین د شمالي وزیرستان د هغو دوکاندارانو په ملاتړ- چې کاروبارونه یې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې تباه شوي او په اسلام اباد کې احتجاج کوي- وویل، د میرامشا بازار په بشپړه توګه تباه کړل شو، اوس باید د ۲۰۰۰۰ تباه شویو دوکانونو څښتنانو ته د دې حساب ورکړل شي:

"هغه دوکانونه چا تباه کړل او د چا په موجودګۍ کې یې سامان خرڅ شو، پاکستاني پوځ په جیټ طیارو هغه بازارونه تباه کړل، هغه ترهګرې خښتې وې او هغه سامان هم ترهګر وو، ځکه چې د قبایلو وو او دوی دا هیله هم نه لرله چې څوک به یې پوښتنه وکړي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مبارزه چې څومره تېزېږي په بدل کې یې د پاکستاني ریاست او پوځ له خوا دایره هم ورباندې را تنګېږي، چې په دې برخه کې وروستی ګام د ډېره اسماعیل خان ګومل پوهنتون ته د منظور پښتین پر بې اجازې ورتګ بندیز دی. ښاغلي پښتین په دې اړه وو:

منظور پښتین په شمالي وزیرستان کې غونډې ته وینا کوي.
منظور پښتین په شمالي وزیرستان کې غونډې ته وینا کوي.

"موږ چې جلسه کوو موږ ته مشکلات وي، خو زموږ په خلاف چې څوک جلسه کوي هغوی ته خلک په فشار راولي چې خامخا به راځئ او بیا دوه- درې زره روپۍ ورکوي، خو موږ چې د خپلو حقونو خبره کوو لومړی خو ځای نه راکوي، بیا زموږ ملګري نیسي، بیا د خفیه ادارو [استخباراتو] له خوا په ټیلیفون ګواښونه ورته کېږي".

پښتین د پنجاب پر مظلومو خلکو خصوصاً په لاهور او د دې ایالت په نورو سیمو کې پر مېشتو عامو پښتنو او زده کوونکو ږغ وکړ چې د اپرېل په ۲۲مه نېټه په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې ګډون وکړي.

"غیرپښتانه چې پر انسانیت باور لري هغوی به هم په دې جلسه کې ګډون کوي او په پنجاب کې چې په نسلي بنیاد له پښتنو سره کوم چلند کېږي هغه به ردوي".

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړه په وروستیو کې څه نه دي ویلي، خو د پاکستان پوځ هغه یو پلان شوی تحریک بللی او ویلي یې دي چې نور به د دوی احتجاجونو ته اجازه ور نه کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG