لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کورمې او خوست قبايلي مشران د اتوار په ورځ د پولې پر کشاله غږېږي


د پاکستان د قبايلي سيمې کورمې او د افغانستان د خوست ولایت قبايلي مشران به د ګډې پولې پر سر د وروستۍ کشالو په اړه د اتوار په ورځ يوه غونډه کوي او هڅه به کوي چې د شريکې پولې حدبندي ښکاره شي او په راتلونکې وخت کې د دواړو غاړو تر منځ بیا نښتې ونه شي.

مطبوعات وايي د قبايلي مشرانو په دغه غونډه کې به د دواړو هېوادونو پوځي چارواکي هم ګډون کوي. د کورمې قبايلي سيمې پوليټیکل انتظاميه وايي، دا پرېکړه د نهې- سه شنبې په ورځ په کوزه کورمه کې په يوه جرګه کې شوې ده.

په دغه جرګه کې د کورمې پوليټیکل اېجنټ بصير خان، د پاکستان د پوځ د ۷۳م بريګېډ کمانډر بريګيډير اختر حليم، د کورمې نه د قامي اسمبلۍ غړی ساجد حسېن توری او يو شمېر قبايلي مشران ناست وو.

په دغه جرګه کې قبايلي مشرانو د لانجمنې پولې د بريد ښکاره کولو او پر پوله د ازغن تار لګولو غوښتنه وکړه چې په راتلونکې وخت کې بيا دغسې خونړۍ پېښې ونه شي. دغو مشرانو ووېل پر پوله ښکاره حدبندي او حفاظتي جنګله د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ کرښه، چې پاکستان ورباندې اغزن تار غزولی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ ډیورنډ کرښه، چې پاکستان ورباندې اغزن تار غزولی.

دغې جرګې تېره ورځ د کورمې لور ته په "لکه تيږه" چېک پوسته کې شوو نښتنو باندې اندېښنې ښودلي. د رپوټونو تر مخه د افغانستان له خوا د پاکستان پر ملېشه ځواکونو يا اېف سي هغه وخت بريد وشو چې هغوی په شريکه پوله د ازغن تار په غزولو بوخت وو.

په دغه حمله کې د پاکستان د اېف سي پينځه عسکر وژل شوي وو او ۱۲ نور پکې ژوبل وو او یو عسکر افغان ځواکونو ژوندی نیولی وو.

رپوټونه وايي د پاکستان امنيتي ځواکونو چې ورسره ځايي قبایل هم په ملاتړ کې ولاړ وو په ځوابي حمله کې ۱۰ افغان بريد ګر وژلي او ګڼ شمېر نور يې ژوبل کړي وو.

د دواړو هېوادونو پر پوله د مېشتو امنيتي عسکرو تر بیړنۍ غونډې وروسته دغه نښتې ودرېدې او د وژل شوو ملېشه سرتېرو جسدونه او ژوندی نیول شوی عسکر پاکستاني چارواکو ته وسپارل شول.

XS
SM
MD
LG