لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سعودي عرب کې ۳۵ کاله وروستو سنېما پرانستل شوې


په سعودی عرب کې نزدې ۳۵ کاله وروستو يوه سنېما پرانستل شوې او د انګلش فلم (بلېک پېنتهر) پرې نندارې ته وړاندې کړی شوی دی.

د سعودی عرب د رسنيو ترمخه د چهارشنبې/ شورو په ورځ د فلم ليدو ته ښځې او سړي په ګډه راغلي وو، فلم په پلازمينه رياض کې وړاندې کړی شوی دی.

په سعودي عرب کې په کال ۱۹۸۰م کې په سنېماګانو بندېز لګول شوی ؤ.

په دغه اسلامي هېواد کې ديني مذهبي مشرانو د انګرېزۍ ترڅنګ په نورو فلمونو او په عربۍ ژبه کې جوړ فلمونه هم د ګناه کار ګرځولی ؤ.

ويل کيږي په سعودي عرب کې به د يو پلان ترمخې د کال ۲۰۳۰م پورې ۳۰۰ سنېماګانې جوړولی شي.

د چهارشنبې په ورځ د سعودي عرب د کلتور او اطلاعاتو وزير اوادالاواد د سنېما پرانستو ته يوه تاريخي ياده موقع ويلې چې په سعودي عرب کې بدلون راځي.

د سعودي عرب د ځوان ولي عهد محمدبن سلمان په مشرۍ راتلونکو اصلاحاتو کې دغه ګام تاريخي او د ياد وړ بلل کيږي.

د محمد بن سلمان په اصلاحاتو کې ښځو ته د ډرائيورنګ او په لوبو کې د برخې اخستو اجازت هم ورکړی شوی دی.

په سنېماګانو کې د فلمونو وړاندې کولو په اړوند ويل شوي چې د فلم نندارې ته وړاندې کولو نه مخکې به هغه کتی شي او د جنسي راپارونې په رنګ ځايونه به ترې کټ کولی شي.

په ټولنيزو رسنيو ډېری خلکو په سعودي عرب کې د سنېما پرانسته ستایلي او ډېری خلکو پرې نيوکې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG