لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي "پاکستان منلې چې د افغانستان په خاوره يې پوستې جوړې کړي"


د افغان چارواکو ترمخه پاکستاني پوځ منلې چې د ډېورنډ په کرښه د افغانستان په خاوره يې پوستې جوړې کړي دي، او پاکستاني پوځي چارواکو ژمنه کړې چې دغه پوستې به لرې کړي.

د ډېورنډ په کرښه د افغانستان د خوست او پاکستان د قبايلي سيمې کرمې ايجنسۍ ترمنځ د يکشنبې/ اتوار په ورځ نښته شوې په دغه ورځ د پاکستان پوځ ویلي ؤ چې په نښته کې د ملېشې دوه سرتيري وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي وو.

خو په بله ورځ بيا د اوربند اعلانېدو وروستو افغان چارواکو ويلي ؤ چې په نښته کې د پاکستان د پينځه وژل شوؤ عسکرو جسدونه او يو بندي بل عسکر يې دغه هېواد ته سپارلي دي.

د چهارشنبې/ شورو په ورځ د افغانستان او پاکستان پوځي ډلو په پکتيا او بل لور ته د تورخم په پوله هم ليده کاته کړي دي.

د افغان رسنیو طلوع نيوز ترمخه د پکتیا په ډنډې پتن ولسوالۍ کې ترسره شوې ليدنه کې افغان پوځي افسر لفټننټ کرنل فريدون پاکستاني پلاوي ته ويلي چې "تاسو په پوله د افغانستان په خاوره پوستې جوړې کړي دي".

او کرنل محمد عثمان جهانزېب ویلي چې "د پاکستان استخباراتي ادارې د دوي پرضد غلطه پروپېګنډا کوي چې په پوله د افغان ځواکونو سره د هند پوځ موجود دی هغه ويلي دا ښه خبره نه ده".

افغان چارواکو پاکستاني پلاوي ته ويلي د افغانستان په خاوره دې جوړې پوستې لرې کړي.

د پاکستان د پلاوي مشري کوونکي بريګيډيئر اختر ويلي، "مونږ ستاسو (افغانستان) په خاوره د يوې اينچې ځای دعوه نه لرواو چې څومره احترام تاسو خپلې خاورې ته لرې دومره يې مونږ هم ورته لرو".

ويل شوي په دغه ناسته کې پاکستاني پلاوي افغان چارواکو ته ويلي چې نيول شوي پاکستاني سرتيري ورته بيرته وروسپاري، راپورونه وايي درې سرتيري د خوست په ځاځي مېدان کې هغه وخت افغان سرتيرو نيولې چې دوي د پولې پورې غاړې ته اوختي وو.

د پاکستان پوځ يا دولتي رسنيو د دغه ناستې په اړوند کوم خبر نه دی ورکړی.

د يکشنبې په ورځ د پاکستان د کرمۍ ايجنسۍ د ځايي خلکو داسې ویډيو په سوشل ميډيا خپرې شوې چې وسلې ورسره وې او ويل يې په پوله د پاکستان د پوځ مرستې له راوتلي دي.

له دغې وړاندې ويل شوي وو په کرمه کې په جوماتونو کې اعلانونه شوي چې په پوله د افغانستان د لوري بريد شوی او خلک بايدد خپلو ځواکونو امداد ته راووځي.

د چهارشنبې په ورځ تورخم کې د پاکستان او افغان ځواکونو د ناستې په اړوند ویل شوي چې په دغه ناسته کې د پولې د انتظام دپاره جوړې پاليسۍ باندې خبرې شوي دي.

د پاکستان رسنیو د افغان چارواکو له قوله وايي چې افغان سرحدي ځواکونو د پاکستاني چارواکو په وړاندې اعتراض کړی چې پاکستاني چارواکي بايد په پوله خپلې غاړې ته د سيمود ازغن تار په بيا رغولو کار وکړي او افغانستان لوري ته کار نه ساتي.

او پاکستاني چارواکو بيا افغان پلاوي ته ويلي چې پاکستان په خپله خاوره ازغن تار لګوي ګاونډي هېواد ته هيڅ حق نشته چې د پاکستان په خاوره د سيمو په ازغن تار لګولو اعتراض وکړي.

پاکستان په د کال ۲۰۱۶م راهسې د ډېورنډ په کرښه د سيمو د ازغن تار په لګولو کار پېل کړی او وايي د ترهګرو او وران کارو د مخې نيولو دپاره دا کار کوي. خو په افغانستان کې په دغه تار لګېدو سخت مخالفت کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG