لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان وایي افغانستان ته یې په پوله د زغم نه کار اخستی دی


پاکستان ویلي تیره اوونۍ کرم ایجنسۍ کې افغانستان سره په ګډه پوله دافغانستان دخاورې نه دپاکستان په ځواکونو پاررونکې ډزې شوي دي چې پکې د پاکستان پینځه عسکر وژل شوي خو پاکستان په دې پړاؤ کې هم د بې کچه زغم څخه کار اخستی دی.

د زیارت په ورځ دپاکستان دخارجه دفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل مطبوعاتو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال ویلي پاکستان افغانستان کې دسولې اؤ امن پلوي دی اؤ په دغه لړ کې یې مدام خپل مثبت کردار ترسره کړی دی.

خو دپاکستان ددغه دریځ برعکس افغان اؤ امریکایي چارواکي په پاکستان تورونه لګوي چې پخپله خاوره یې طالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې اؤ دغه ترهګرې ډلې دپاکستان دپولو نه بهر بریدونه کوي.

دبهرنیو چارو ویاند وویل” دپاکستان خارجه تګلاره کې هیڅ ابهام نه شته ، زمونږ د بهرنۍ تګلارې بنیاد زمونږ د هیواد دخپلو ګټو څخه چورلي”

د یوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر فیصل وویل امریکایي چارواکو ورته خبرتیا ورکړې ده چې د لمړۍ مئ څخه په امریکه کې دپاکستاني ډپلوماټانو تګ راتګ محدودولی شي‌.

په دغه مهال دپاکستان د بهرنیو چارو ویاند په هند تور ولګولو چې پاکستان کې د ترهګرو ترشا ولاړ دی اؤ دکلهبوشن په نوم د هندي جاسوس نیول کیدل ددې خبرې ښه ثبوت دی.

دهند د وزیراعظم له لوري پاکستان کې د سرجیکل بریدونو ددعوې په اړوند پاکستاني ویاند ووویل دهند دغه دعوې بیخي دروغ اؤ بې اساسه دي اؤ مونږ تل رد کړي دي.

دشورو په ورځ لندن کې د يوې دستورې ته د وینا دهند وزیراعظم نریندر مودي ویلي وؤ‌دچې په کال ۲۰۱۶م کې چې هند کله د پاکستان سره د کشمير د وېشونکې پولې نه پورې غاړې پاکستان کې سرجيکل بريدونه وکړل نو مطبوعاتو ته د خبرو ورکولو نه وړاندې يې پاکستان ته خبر ورکوؤ خو ځواب ورته نه ؤ شوی.

هند د کال ۲۰۱۶م د ستمبر په مياشت کې ادعا کړې وه چې د ۲۸م او ۲۹م نېټې په منځنۍ شپه کې يې د کشمير د وېشونکې پولې نه پورې غاړې پاکستان کې سرجيکل بريدونه کړي وواو په غټه کچه زاني زيان يې اړولی ؤ.

د پاکستان پوځ هغه وخت د هند دغه ادعا رد کړې وه چې ګنې هند سرجيکل بريدونه کړي وو او ويلي يې ؤ که څوک د پاکستان په خاوره سرجيکل بریدونه کوي هم دغه ډول ځواب به ورته ورکوي.

XS
SM
MD
LG