لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په ډېورنډ کرښه جوړې کړې پوستې افغان ځواکونو ته سپارلي


افغان چارواکو دعوه کړې چې پکتیا ولایت کې د افغانستان په خاوره دپاکستان پوځ خپلې جوړې کړې امنیتي پوستې افغان ځواکونو ته سپارلي اؤ ژمنه یې کړې ده چې په راتلونکي کې به په ګډه پوله دتنصیباتو په جوړونه کې د دقت څخه کار اخلي .

تیره اوونۍ افغانستان سره په ګډه پوله دپاکستان لخوا ددغو نوؤ امنیتي پوسټو جوړؤلو پسر دافغانستان اؤ پاکستان په ګډه پوله ددواړو هیوادونو د ځواکونو ترمینځ درنه نښته شوې وه چې پکې د دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

خو وروسته د دواړو هیوادونو دپوځي چارواکو ترمینځ پرله پسې غونډې وشوې اؤ دغه ستونزه پکې هواروه شوه.

دافغانستان مطبوعات وایي په دغو پوځي غونډو کې دافغانستان د سرحدي ځواکونو مشر بریګیډئیر فریدون فیاض دپاکستان پوځ ته واضحه کړې چې هغوئ خپلې پوستې دافغانستان په خاوره کې جوړې کړي دي چې دا افغانستان دپاره په هیڅ قیمت دمنلو نه دي.

سرچینې وایي چې په دغو پوځي خبرو کې دپاکستان پوځي استازي بریګیډئیر اختر افغان ځواکونو ته باور ورکړی چې پاکستان د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري اؤ داسې هیڅ اراده یې نشته چې دافغانستان څخه یو لویشت زمکه هم ونیسي.

دسرچینو وینا ده چې په دغه ناسته کې دواړه خواوې په دې صلاح شوي دي چې پاکستان به خپلې پوستې دافغانستان دخاورې نه بیرته ختموي.

خو دپکتیا ولایت د والي ویاند عبدالله حسرت خبریالانو ته ویلي چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې دپاکستاني پوځ لخوا جوړې شوې پوستې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

و والي ویاند دا دعوه هم کړې ده چې په کومو سیمو کې پاکستان پوستې جوړې کړې دي هلته طالبان موجود وؤ اؤ پاکستاني پوځیانو دغه مورچې دطالبانو په مرسته جوړې کړي دي.

خو پاکستان تر دې مهاله دافغان چارواکو ددغو تورونو په اړوند څه سپیناوی نه دی کړی.

دپاکستان د خارجه دفتر ویاند ښاغلي ډاکټر فیصل د زیارت په ورځ مطبوعاتو ته یوازې دومره ویلي چې دافغانستان دخاورې نه په پاکستان پاروؤنکې ډزې شوي دي خو پاکستان د ډیر غټ زغم نه کار اخستی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG