لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ:که کم جونګ سره خبرو ګټه نه لرله،نیمایي کې به ترې پورته شم


دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي هغه به د شمالي کوریا د صدر کم جونګ سره لیده کاته کوي خو که پوئ شو چې دغه لیدنه څه ګټه نه لري نو دخبرو څخه به په نیمه کې پورته شي.

دجاپان وزیراعظم سره شنزواایبی سره فلوریډا کې ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ښاغلي ټرمپ ویلي دهغه انتظامیه شمالي کوریا کې د بندي درېوؤ امریکایانو د خلاصون په اړوند هم پیانګ یانګ سره په خبرو بوخته ده.

صدر ټرمپ وویل “که چرې پوئ شوم چې دا لیدنه هیڅ ګټه نه لري ، نو خبرې به نیمګړې پریږدم اؤ لاړ به شم ترې”

هغه وویل” خبرو دپاره د نرمښت اراده لرم اؤ فکر کووم دغه خبرې به کامیابې هم شي خو که هلته ماته داسې وښکاریده چې دا لیدنه سودمنه نه ثابتیږي نو پځایې به یې پریږدم اؤ ځم به ترې”

له دې وړاندې د امریکایي‌ سي ایي ای مشر مائیک پوپیو هم دوه اوونۍ وړاندې د شمالي کوریا د مشر کم جونګ سره لیدلي وؤ اؤ ټرمپ خپلو همکارانو ته هم ویلي چې ددغه لیدنې څخه د غوره پائیلو ترلاسه کولو دپاره کار وکړي ؟

چارواکو ویلي، د مائیک پومپیو او د شمالي کوریا دمشر ترمنځ دا پټ ملاقات د امریکا دصدر ډانلډ ټرمپ او د شمالي کوریا دمشر ترمنځ د ممکنه غنډې لپاره د روانو تیاریو په لړ کې شوی.

داسې انګیرنې کیږي چې د صدر ټرمپ اؤ شمالي کوریا د مشر کم جونګ ترمینځه لیدنه به د مئ دمیاشتې په وروستیو یا دجون په لمړیو ورځو کې وشي چې هدف یې د شمالي کوریا د اټومي وسلو پروګرام ختمول دي، کوم چې په سیمه کې د امریکا او د دوې اتحادیانو مخې ته زیاتیدونکی ګواښ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG