لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني د ټاکنو په اړه د خلکو پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ


په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې د بهیر په اړه د عامه پوهاوي پر زیاتولو باندې ټینګار وشو.

په دې اړه د افغان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې وویل شول چې باید د حکومت سربېره د ټاکنو خپلواک کمېسیون، دیني علما، مدني ټولنه او د ښځو شبکې دې د خلکو په عامي پوهاوي کې په همغږۍ کار وشي.

په دغه غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد په هېواد کې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې د بهیر د پرمختګونو او د رایه ورکونکو د مرکزونو په وړاندې د شته ننګونو په اړه معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل.

په افغانستان کې د رایه ورکونکو د نوم لېکنې بهیر د تېرو څلورو ورځو راهیسې پیل شوی دی.

ټاکل شوېده چې په افغانستان کې به پارلماني ټاکنې د روان کال په اکټوبرمیاشت کې ترسره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG