لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له امریکا سره خرابو اړیکو پاکستان د چین وسلو اخیستلو ته اړ کړی


له امریکې سره د ترهګرۍ په ضد جګړې پر سر اختلافاتو اسلام اباد مجبوره کړی، چې د لوړ کیفیت ټیکنالوجي لرونکو وسلو لپاره د امریکې پر ځای خپل ګاونډي هېواد چین ته مخه کړي.

د برتانیې د مشهورې ورځپاڼې فاینانشل ټایمز د رپوټ له مخې پاکستان په تدریجي ډول پر امریکایي وسلو خپله تکیه را کموي او له دې وروسته به له چینه وسلې اخلي، چې وایي دا د دې خبرداری هم ورکوي چې دا بدلون به جغرافیایي- سیاسي غبرګونونه هم ولري.

ورځپاڼې په خپل تفصیلي رپوټ کې لیکلي چې پاکستان له چینه د وسلو اخیستلو پرېکړه د ولسمشر اباما د واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې وکړه، چې وایي د امریکې کانګرس پر پاکستان د ایف-۱۶ جنګي الوتکو د پلورلو مخه ونیوله.

ورځپاڼه وایي ځکه نو پاکستان د امریکایي ایف-۱۶ الوتکو پر ځای د جې ایف-۱۷ چینایي جنګي الوتکو د اخیستلو پرېکړه وکړه، چې وایي د کیفیت په لحاظ د ایف- ۱۶ الوتکو ځای نیولای شي.

فاینانشل ټایمز لیکلي په وروستیو کې یوې خواته د امریکې کانګرس پر پاکستان د اتو جنګي الوتکو د خرڅلاو اجازه ورکړه، خو بلې خواته یې د نویو ایف-۱۶ الوتکو بیه له ۲۷۰ ډالرو ۷۰۰ ډالرو ته پورته کړه، چې د پاکستان تر وس وتلې وه.

ورځپاڼه وایي پر پاکستان د جنګي الوتکو د خرڅلاو بندیز او ګرانول او ورسره هند ته د امریکې نیژدې کېدل د پاکستان لپاره یوه اشاره هم وه چې نور د نویو وسلو اخیستلو د لومړۍ سرچینې په توګه پر خپل پخواني متحد تکیه نه شي کولای.

رپوټ د سویډن د سټاکهوم د امن څېړنو د نړیوال مرکز د معلوماتو په بنیاد وایي، چې له ۲۰۱۰م کال راهیسې پاکستان ته د امریکایي وسلو لېږد (صادول) له یو ارب ډالرو تر تېر کال پورې یواځې ۲۱ میلینه ډالرو ته را کښته شوی دی.

رپوټ وایي په همدې اووه کلنه موده کې له چین څخه هم پاکستان ته د وسلو لېږد له ۷۴۷ میلینه ۵۱۴ میلینه ته را ټیټ شوی، خو وایي دا له چین څخه پاکستان ته لېږل شوې تر ټولو زیاته وسله ده.

فاینانشل ټایمز وایي په جنوري کې چې ولسمشر ټرمپ پر پاکستان دوه اربه پوځي مرسته وځنډوله، دې کار د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سیاسي او پوځي اړیکې نورې هم خرابې کړې او کېدای شي له چین څخه د وسلو اخیستل د دواړو هېوادونو تر منځ فاصلې نورې هم اوږدې کړي.

د امریکې وسلې د ښه کیفیت له پلوه مشهورې دي او په نړۍ کې تر ټولو زیاته وسله هم امریکه خرڅوي، خو د چین وسلې په نړیوال بازار کې هغومره نوم نه لري او نه یې د کیفیت په اړه څه ویل شوي دي، نو دا نه ده معلومه چې د چین وسلې به تر کومه حده د پاکستان د لوړې ټیکنالوجۍ د وسلو اړتیا پوره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG