لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:بمي چاودنه کې پینځه کسان وژل شوي،۱۰ژوبل


افغانستان په ننګرهار ولایت کې د اولسي خلکو نه ډک یو ډاټسن د سړک دغاړي په ښخ کړل شوي مائن الوځول شوی چې پکې پینځه کسان وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې زیاتره وخت دامنیتي ځواکونو، دولتي چارواکو اؤ سیاسي مشرانو په ګاډو دغسې بمي بریدونه کیږي خو ځایي خلک وایي چې په دې بمي برید کې عام وګړي په نخښه کړل شوي دي.

د جمعې په ورځ د افغانستان خبري اژانس پژواک د سیمې د اوسیدونکو له خولې ویلي چې د سړک دغاړي دغه بمي چاودنه دهسکې مینې ولسوالۍ په پاپین سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاني ددغه چاودنې پخلی کړی اؤ وایي چاودنه په یو ډاټسن شوې ده خو د مرګ ژوبلې په هکله دقیق معلومات یې نه دي ښکاره کړي.

سرچینې وایي په دغه چاودنه کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون پینځه کسان وژل شوي اؤ په ۱۰ؤ ژوبلو کسانو کې هم د دوؤ وضعیت سخت ښودل شوی .

تر دې مهاله ددغه برید پړه کومې تندروه ډلې په غاړه نه ده اخستې .

دافغانستان بیلابیلو سیمو کې تر دې دمخه هم د سړګ د غاړې دبمي چاودنو په سوؤنو پېښې رامینځته شوي چې پکې افغان سرتیرو، دولتي، سیاسي اؤ قامي مشرانو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دننګرهار هسکه مینه هاغه ولسوالي ده چې دپاکستان د پولې سره نزدې موقعیت لري اؤ په دغه ولسوالۍ کې دداعش وسله وال زیات فعاله دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG