دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي یا چیف جسټس ثاقب نثار دیوې اوونۍ دننه خیبرپښتونخوا صوبه کې دټولو نقلي یا عطایي ډاکټرانو د کلینکونو د تړلو امر کړی دی اؤ ویلي یې دي د اولس دژوند سره باید د لوبو کولو مخه ونیول شي.
پېښور کې د روغتیا د اسانیو په اړوند د دوسیې اوریدلو په مهال مشر قاضي د روغتیایي اسانیو د کمیشن مشر محکمې ته بللی اؤ اولس ته د روغتیا د اسانیو په نشتوالي یې سخت رټلی دی.
دامهال په خیبر پښتونخوا صوبه کې نه یوازې په سر ښار پېښور بلکې په کلیوالو سیمو کې هم کوڅه په کوڅه نقلي ډاکترانو خپل دوکانونه پرانستي اؤ حتی چې په تیرو میاشتو کې د پېښور د یو لویې سرکاري روغتون څخه هم یو عطایي ډاکټر نیول شوی ؤ.
د روغتیایي اسانیو د کمیشن مشر محکمې ته ویلي چې دا مهال په خیبر پښتونخوا صوبه کې ۱۵ؤ زرو پورې نقلي یا عطايي ډاکټران فعاله دي .
مشر قاضي د کمیشن مشر نه پوښتلي چې هغه تر اوسه د څومره عطایي ډاکټرانو په ضد ګامونه اخستي اؤ په څومرو یې بندیز لګولی دی؟
مشر قاضي د روغتیايي کمیشن د مشر نه دا پوښته هم کړې ده چې په تیرو میاشتو کې په یو روغتون کې کار کوونکی کوم عطايي ډاکټر نیول شوی ؤ هغه اوس چرته دی ؟
د روغتیایي اسانیو د کمیشن مشر د مشر قاضي د زیاترو پوښتنو په وړاندې غلی پاتې شوی خو مشر قاضي ویلي چې عطایي ډاکټران د خلکو ژوند سره لوبې کوي اؤ د دوئ کلینکونه باید یوه اوونۍ کې دننه وتړل شي.
دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي د زیارت د ورځې نه د پېښور په دوه ورځنۍ دوره دی اؤ دغلته د سترې محکمې په څانګه کې دبیلابیلو دوسیو اوریدلو تر څنګ د پېښور لیډي ریډنګ هسپتال ته هم ورغلی اؤ د نزدې څخه یې ددغه هسپتال وضعیت څارلی دی.
مشر قاضي ثاقب نثار د زیارت په ورځ د صوبې اعلی وزیر پرویز خټک هم محکمې ته رابللی ؤ اؤ پوښتنې یې ورڅخه کړې وې چې تر اوسه یې څومره نوي روغتونونه اؤ مکتبونه جوړ کړي دي؟
خو وزیراعلي محکمې ته ویلي وؤ چې دهغه حکومت د نوؤ روغتونونو اؤ مکتبونو جوړولو پځایې د زړو روغتونونو اؤ مکتبونو وضعیت ښه کولو ته پام ګرځولی دی.
دپاکستان د سترې محکمې په مشر قاضي ښاغلي ثاقب نثار نیوکې کیږي چې هغه په دولتي چارو کې لاسوهنه پیل کړې اؤ هاغه کارونه کوي چې دولت ته یې د کولو واک ترلاسه دی خو مشر قاضي وایي چې هغه دغه هرڅه اولس ته د انصاف ورکولو دپاره د ائین لاندې د ورسپارل شوي واک لاندې کوي