لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په لمړي ځل پخوانی جنرال مشرف سره حساب کتاب کیږي


په پاکستان کې دحساب کتاب ملي ادارې(نیب) پرېکړه کړې چې ددغه هیواد پخواني پوځي واکمن جنرال پرویز مشرف سره به دهغه د دولت اؤ پنګو ترڅنګ دا حساب کتاب هم کوي چې دخپل اقتدار په وخت یې دولتي واک په کومه طریقه کارولی ؤ.

دا لمړی ځل دی چې په پاکستان کې به یو پوځي جنرال احتساب سره مخ شي .

هرڅو که پرویز مشرف اوس د پوځ نه ریټائرډ شوی خو څیړونکي وایي په پاکستان کې د طاقتور پوځ د ریټائرډ مشرانو اؤ ججانو سره هم هیڅوک د حساب کتاب جرائت نه شی کولی.

د حساب کتاب دملي اارې د واکمنانو یا اجرائیه شورا غونډه نن ددغه ادارې دمشر اؤ پخوانی جج جاوید اقبال په مشرۍ شوې ده چې پکې د پرویز مشرف تر څنګ یو شمیر مهمو شخصیاتو سره دحساب کتاب کولو منظوري ورکړل شوې ده.

د نیب مشر ښاغلي جاوید اقبال درې ورځې وړاندې دعوه کړې وه چې جنرال پرویز مشرف دخپلې واکمنۍ په مهال د ۴۰۰۰ نه زیات نیول شوی کسان په بهرنیو هیوادونو په ډالرو پلورلي وؤ اؤ په دغه کار کې ورسره د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر افتاب شیرپاؤ هم شامل ؤ.

پرویز مشرف اؤ افتاب شیرپاؤ دبندیانو په پېسو د پلورلو دعوې رد کړي خو د نیب ننۍ غونډه کې پریکړه شوې چې دمشرف سره به دا حساب هم کیږي چې هغه خپل دولتي واک نه په کومه توګه استفاده کړې وه .

د پرویز مشرف په ضد دا مهال دپاکستان بیلابیلو محکمو کې مقدمې روانې دي چې پکې د بلوچستان دپخوانی وزیراعلي اؤ قام پاله مشر نواب اکبر بګټي د وژنې مقدمه هم شامل ده .

دپاکستان پخوانی پوځي جنرال اؤ صدر پرویز مشرف دا مهال په دوبۍ کې میشته دی اؤ اعلان یې کړی دی چې سږکال د کیدونکو ټولټاکنو نه وړاندې به پاکستان ته ستنیږي

دپاکستان دحساب کتاب ملي ادارې پخپله یوه اعلامیه کې ویلي چې د پرویز مشرف ترڅنګ د مرکزي وزیر اکرام دراني، د پنجاب دپخواني وزیراعلی پرویز الهي د زوئ مونس الهي اؤ داسلام اباد د ښاروالۍ د پخواني مشر امتیاز عنایت الهي سره به هم حساب کتاب کولی شي.

XS
SM
MD
LG