لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي خیبرپښتونخوا څخه تر‌ ټولو زیات خلک بې درکه کړل شوي


امریکا پخپل یو راپور کې ویلي چې په پاکستان کې دخلکو دجبري بې درکیو کچه لوړه شوې ده اؤ تیرکال ترټولو زیات خلک دخیبر پښتونخوا صوبې څخه بې درکه شوي دي چې شمیره یې ۷۵۱ؤ ته رسیدلې ده.

دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت لخوا دبشري حقونو څخه د سرغړؤنو په اړوند یو تیار کړل شوي راپور کې ویل شوي چې تیرکال دپاکستان د څلورو واړو صوبو څخه ګڼ شمیر قامپرستان، سیاسي اؤ مدني فعالین بې درکه کړل شوي اؤ په لسګونو پکې له پورته کیدو وروسته ډبول شوي اؤ وژل شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستان کې ورځ تر ورځه د پارلیمان، تحریکونو اؤ مذهبي ازادیو لمنه راتنګولی شي اؤ لږه کیو سره توپیري چلند روان دی.

په راپور کې ویل شوي چې پاکستان کې دبې درکه کسانو دمعلومولو دپاره جوړکړل شوي کمیشن ته د۴۶۰۸ؤ کسانو د بې درکۍ دوسیې رسیدلي اؤ کمیشن دعوه کوي چې په هغې کې یې ۳۰۷۶ دوسیې هوارې کړي دي.

راپور کې ددغه کمیشن د شمیرو له مخې ویل شوي چې د خیبر پښتونخوا صوبې څخه تر ټولو زیات ۷۵۱،پنجاب څخه۲۴۵،بلوچستان څخه۹۸،سندهـ څخه ۵۰،قبائیلي سیمو نه ۴۸،اسلام اباد نه ۴۵، دپاکستان د ولکې لاندې کشمیر نه ۱۴ اؤ ګلګت بلتستان نه پینځه کسان بې درکه شوي دي.

خو ازادې سرچینې بیا ددغو بې درکه شوؤ کسانو شمیره ډیره لوړه ښایي اؤ وایي چې یوازې دخیبر پښتونخوا اؤ قبائیلي سیمو څخه په زرګونو کسان امنیتي اؤ استحباراتي ادارو پورته کړي چې د کلونو، کلونو څخه یې هیڅ معلومات نه دي شوي چې چرته اؤ په څه حال دي.

د بهرنیو چارو د وزارت په دغه راپور کې دپاکستان دننه د محکمو تر شا دخلکو وژنې، هدفي وژنو، تشدد، لاقانونیت اؤ په محدوده کچه احتساب ته هم ګوته نیول شوې ده.

راپور کې ویل شوي چې پوځ په پاکستان کې دتندلارو اؤ ترهګرو ډلو په ضد عملیات دوامداره ساتلي خو بیا هم په دغه هیواد کې ملکي اؤ بهرنيو تندروه تنظیمونو په اړي ګړي، تشدد، کلتوري اؤ ټولنیز عدم برداشت کې مهم رول لرلی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د کال۲۰۱۶م څخه تر د۲۰۱۷م پورې پاکستان کې د ترهګرۍ په وجه د شوؤ وژنو شمیره ۴۰ فیصدي راټیټه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG