لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان:تازه نښتو کې ۲۱طالبان اؤ ۱۲ داعشیان وژل شوي


افغان چارواکي وایي دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې دترهګرو ډلو طالبانو اؤ داعش په ضد دامنیتي ځواکونو تازه عملیاتو کې ۲۱طالبان اؤ ۱۲ داعشیان وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي دي.

دشنبې په ورځ افغانستان ددفاع وزارت پخپل یو بیان کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو دهیواد په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو په ضد چټک بریدونه کړي اؤ هغوئ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ددفاع وزارت چارواکي دعوه کوي چې د یوشواروز په مهال ترسره شوؤ عملیاتو کې ۲۱ طالبان وژل شوي اؤ ۱۷نور ژوبل شوي اؤ دهغوئ ځالې هم له مینځه وړل شوي خو طالبانو لا ددغې دعوې په هکله خپل دریځ نه دی څرګند کړی .

اخوا د فاریاب په درزاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو اؤ داعش د وسله والو ترمینځ یوه درنه نښته شوې چې پکې افغان چارواکي دداعش د ۱۲ ترهګرو د وژل کیدلو دعوه کوي.

د جوزجان امنیه قوماندان فقییر محمد جوزجاني خبریالانو ته ویلي چې دداعش وسله والو تیره شپه زرداب ولسوالۍ کې په امنیتي پوستو بریدونه کړي خو افغان سرتیرو دداعشیانو مخه نیولې اؤ دهغوئ ۱۲ ترهګر یې وژلي.

امنیه قوماندان وایي په دغه نښته کې درې سرتیري هم وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې دافغانستان په یو شمیر ولایتونو کې افغان امنیتي ځواکونو دطالبانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد دعملیات لړۍ چټک کړې اؤ افغان چارواکي دعوې کوي چې دغو عملیاتو کې یې طالبانو اؤ دداعش ځواکونه ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده خو طالبان په دغو حکومتي دعوؤ غلي پاتې دي.

دطالبانو په ضد د عملیاتو روانه لړۍ کې دا چټکیتا وروسته له هغې لیدل شوې چې تیره میاشت افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د سولې پلان وړاندې کړو خو طالبان دسولې په دغه پلان غلي پاتې شول.

افغان دولت تور لګوي چې طالبان دپاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي په لمسه افغانستان کې بریدونه لګوي خو پاکستان دافغانستان دغه تورونه ردوي اؤ وایي طالبان دافغانستان یو ستر قوت دی اؤ پاکستان ورسره هیڅ لار نه لري

XS
SM
MD
LG