لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نوازشریف: پاکستان کې دومره سنسرشپ او پر مېډیا بندیزونه په مارشلا کې هم نه وو


پخواني وزیراعظم نوازشریف چې د پاکستان ستر عدالت یوه اوونۍ وړاندې د ټول عمر لپاره په ټاکنو کې له برخې اخیستو منع کړی، د راتلونکو انتخاباتو په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې خلک دې راتلونکې ټاکنې ټولپوښتنه یا ریفرنډم وګڼي.

د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر نواز شریف د خالي- شنبې په ورځ په لندن کې د خپل ګوند تر یوې غونډې وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې د مارشلا ګنګوسې د اندېښنې وړ دي او ټینګار یې وکړ چې راتلونکی لنډمهالی حکومت باید د قانون په دایره کې کار وکړي.

نوازشریف وایي په پاکستاني رسنیو کې د ده بیانونه سنسر کېږي او په ځینو ټیلیویژني چېنلونو کې د ده پر وینا خپرېدو بشپړ بندیز دی، چې وایي دا "تر انتخاباتو مخکې د درغلۍ" په مانا دی، خو وایي هیله من دی چې ولس به په خپلو ووټونو سره دا عمل پای ته ورسوي.

"د سنسرشپ دا عمل باید د پاکستان ټول خلک اندېښمن کړي. څه ډول سنسرشپ چې اوس وینو او د بیان پر ازادۍ چې څومره بندیزونه دي دومره په ډېرو سختو حالاتو حتی په پوځي مارشلاګانو کې هم نه دي لیدل شوي".

تېر کال له خپلې څوکۍ ګوښه کړای شوي د پاکستان مخکیني وزیراعظم نوازشریف پروېز مشرف ته په پېغور ورکولو سره ویلي، چې د پخواني پوځي آمر غوندې له هېواده تښتي نه او بیرته را ستنېږي.

نواز شریف وایي له کله راهیسې چې له وزیراعظمۍ لرې کړل شوی تر زیات فشار لاندې ساتل شوی او نه پوهېږي چې ولې په نخښه شوی، خو وایي دی له هغو کسانو څخه نه دی چې له هېواده دباندې اوسېدلای وای او نه به دباندې و اوسېږي:

"زما او پروېز مشرف تر منځ ډېر توپیر دی".

نوازشریف د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان هم چېلنج کړی او سپیناوی یې ځنې غوښتی چې د چا په امر یې د سېنټ په تېرو ټاکنو کې د پاکستان پیپلز ګوند د مشر آصف علي زرداري کاندید ته ووټ ورکړ. نواز شریف عمران خان پوښتلی:

"د پیپلز ګوند انتخاباتي علامت ته ستا د ووټ ورکولو تر شا انګېزه او سبب څه وو؟".

نواز شریف وایي مسلم لیګ (ن) یواځینی ګوند وو، چې د سېنټ په ټاکنو کې یې د ولس په اشاره د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایه ورکړه، خو وایي عمران خان او نورو ګوندونو ثابته کړه چې دوی تل "د درېیم امپایر اشارې " او "له پاسه راغلي امر" ته ګوري.

د مسلم لیګ (ن) ګوند په هغه غونډه کې- چې په لندن کې د نوازشریف د زوی حسین نواز په دفتر کې شوې- د پاکستان وزیراعظم شاهد خان عباسي، نوازشریف، د مالیې پخواني وزیر اسحاق ډار او د نوازشریف دوو زامنو حسن نواز او حسېن نواز پکې ګډون کړی.

نوازشریف ویلي، د ده او کورنۍ لپاره یې اوسني حالات ډېر له کړاوه ډک دي، خو وایي ده اراده کړې چې د هر ډول ستونځو مقابله وکړي.

نوموړی وایي، سره له دې چې په هیڅ ډول بډو او کرپشن کې یې لاس نه درلود، خو په اوونۍ کې به پینځه ورځې د احتساب قومي ادارې (نېب) ته حاضرېده، خو وایي نور هغه کسان چې نېب یې د کرپشن په اړه پلټنې کوي، په درو میاشتو کې یو ځل د خپلې مقدمې اورېدنې ته حاضرېدل.

XS
SM
MD
LG