لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین او افغانستان پر خپله ګډه پوله د غرني پوځ دسته جوړوي


د افغانستان د استخباراتي ادارې ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د چین له پوځي او سیاسي چارواکو سره په لیدو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي اتمر په سیمه کې روانو حالاتو ته په اشارې سره ویلي، چې امن او ارامۍ ته زښته ډېره اړتیا ده او چین د یوه ځواکمن سیاسي او اقتصادي قوت په توګه په دې برخه کې ډېر مهم رول تر سره کولای شي.

د حنیف اتمر پر ټویټر اکاونټ لیکل شوي، د درې ورځني سفر په مهال د چین د بهرنیو چارو وزیر ورته ډاډ ورکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغانستان د سولې په بهیر کې به خپلو مرستو ته دوام ورکوي. په ټویټ کې لیکل شوي:

"د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي راته وویل چې هېواد یې افغانستان یو مهم ګاونډی ګڼي. هغه له افغانستان سره د خپل دوامدار ملاتړ او اوږدو اړیکو اراده هم څرګنده کړه".

حنیف اتمر د چین د پوځ له مشر لي زوچینګ سره هم لیدلي او پر هغه یې ټینګار کړی چې څومره ژر کېدای شي له افغانستان سره دې د دوه اړخیزو پوځي مرستو په اړه د مذاکراتو دویم پړاو پیل کړي او په دې ترڅ کې یې هغه ته افغانستان ته د رسمي سفر بلنه هم ورکړې ده.

د ملي امنیت د سلاکار دفتر وایي د ترهګرو د څارنې او د ترهګرۍ د پېښو د مخنیوي په هدف ښاغلي اتمر د چین له پوځي مشر څخه غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره پر ګډه پوله د افغان سرتېرو غرنۍ دسته (لېوا) جوړه کړي او په دې برخه کې یې د غرنیو ځواکونو لپاره ورڅخه مرسته غوښتې، چې ورباندې سلا شوي دي.

ټاکل شوې چې په جون میاشت کې د شانګای تړون د غړو هېوادونو غونډه وشي، چې د پاکستان، چین، روس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او هند استازي به پکې ګډون کوي.

حنیف اتمر له چینایي چارواکو سره د لیدو په وخت.
حنیف اتمر له چینایي چارواکو سره د لیدو په وخت.

حنیف اتمر د چین د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي وانګ یي په دې غونډه کې د ولسمشر غني د ګډون په اړه هم خبرې کړې دي او له هغه یې غوښتي چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې باید د شانګای تړون د غړو هېوادونو برخه زیاته شي.

حنیف اتمر د چین له چارواکو سره په افغانستان کې د چین د اقتصادي منصوبو خصوصاً د عینک مسیو کان د ستونځو خبره هم یاده کړې او د حل لپاره یې غوښتنه ځنې کړې، چې خپله تخنیکي ډله افغانستان ته ور ولېږي.

چین او افغان چارواکو د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزو غونډو ته د دوام ورکولو ژمنه هم کړې او پر دې سلا شوي دي چې په دې برخه کې به د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو راتلونکې غونډه په کابل کې کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG