لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لاهور: د پښتون ژغورنې غورځنګ خوشي شوي مشران وایي پولیسو ناوړه چلند ورسره وکړ


په لاهور کې پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي د سیاسي فشارونو او احتجاجونو په نتیجه کې تر شاوخوا شپږو ګنټو وروسته بیرته خوشي کړي دي.

د خالي- شنبې په ماښام د غورځنګ د سبانۍ جلسې تیاریو ته ورغلي کسان علي وزیر، بلال مندوخیل، شهباز، عصمت شاه جهان او مزمل د لاهور ښار په یوه هوټل کې ناست وو، چې ځایي پولیس ناببره هوټل ته ورغلل او دوی یې له ځانه سره بوتلل.

تر را خوشي کېدو وروسته خبري غونډې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرستیال مشر علي وزیر وویل، پولیسو دوی د وسلو په زور بوتلل او په تاڼو کې یې ناوړه چلند ورسره وکړ:

"په تاڼو کې پولیس افسرانو راته ویل تاسو د چا دپاره کار کوئ، د ملکونو نومونه یې واخیستل چې هغوی تاسو ته کورېج درکوي او د پاکستان مېډیا یې نه درکوي نو تاسو سم خلک نه یئ. بیا یې راته ویل چې تاسو خپله جلسه کېنسل کړئ".

علي وزیر.
علي وزیر.

د دوی د نیول کېدو اقدام پر ټولنیزو رسنیو نه یواځې د پښتنو بلکې د پاکستان د نورو قومونو د سیاسي مشرانو له خوا هم وغندل شو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د نیول شویو کسانو د خوشي کېدو لپاره سمدستي په پېښور او لاهور کې ځوانانو مظاهرې هم وکړې.

مترقي سیاستواله عصمت شاه جهان هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو کې وه، چې پولیسو نیولې وه. تر را خوشي کېدو وروسته هغې له علي وزیر سره په خبري غونډه کې وویل، چې د لاهور سېول انتظامیې او پولیسو ورسره ډېر امتیازي چلند وکړ:

"موږ یې ټول سره بېل کړو، موبایلونه یې راڅخه واخیستل او له یوه بله ناخبره وو. هلته د پولیسو، ترهګرۍ ضد ادارې، ای ایس ای او ایم ای مشران ټول ناست وو او زموږ د ځورولو هره هڅه یې وکړه".

د مسلم لیګ (ن) ګوند یوې مشرې او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د نیولو غندنه کړې او د هغوی د خوشي کولو غوښتنه یې کړې. مریم نواز په دوو غبرګو ټویټونو کې ویلي:

"پښتانه وروڼه باید دستي خوشي کړل شي او د جلسې اجازه ورکړل شي. دا هېواد د دوی هم همدومره دی څومره چې زموږ دی".

د لاهور ښار حکومتي چارواکو په یوه رسمي خبرپاڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه غوښتنه رد کړې، چې د جلسې لپاره یې درخواست ورکړی وو، خو د غورځنګ مشر منظور پښتین د خپلو ملګرو تر نیول کېدو وروسته پر خپله فېسبوک پاڼه اعلان وکړ، چې نن به د لاهور په موچي دروازه کې اعلان کړې جلسه ضرور کوي:

"څومره خلک چې له کومه ځایه هم جلسې ته راتلای شي را دې شي. له ټولو خلکو غواړم چې نن د پاکستان او د نړۍ په هر ښار کې د انسانیت او د آیین د پاسدارۍ په خاطر احتجاجونه وکړئ، خو په پرامن طریقه، که څوک تاسو نیسي او تشدد درباندې کوي، دوی ټول عمر دغه کار کړی، خو موږ به خپل احتجاج کوو".

د مسلم لیګ نواز ګوند مشرې مریم نواز په خپل بل ټویټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو غیرمستقیم ملاتړ کړی دی:

""د ظلم په ضد د را پورته شویو ږغونو د بندولو هڅې کله هم نه بریالۍ شوې دي نه به بریالۍ شي، سببونه یې باید ختم شي".

د پنجاب حکومت یا پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو د نیولو یا خوشي کولو په اړه څه نه دي نیولي، خو د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د اپرېل په ۱۳مه په پېښور کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، چې انجینېرډ (پلان شویو) احتجاجونو ته به اجازه ور نه کړي، چې د سیاسي څېړونکو په وینا اشاره یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG