لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په سعودي عرب کې د شاهي محل سره نزدې ډرون ويشتل شوی


په سعودي عرب کې امنيتي ځواکونو ويلي د شاهي محل سره نزدې د لوبو يو وړوکې الوتونکی ډرون يې په نښه کړې او راګوزار کړی دی.

په سوشل ميډيا تيره شپه ناوخته يوه ويډيو خپره شوې چې پکې د ډزو اوازونه اورېدل کيږي ويل شوي وو چې دا ډزې په هغه ځای کې کیږي چرته چې شاهي محل دی.

د سعودي عرب دولتي خبري ادارې ويلي د پولیس او امنيتي ځواکونو وياند پخلی کړی چې خوزامه ضلع کې د ډرون پخلی شوی او بيا ورسره د حکم او لارښوونې ترمخه عمل شوی دی.

خو د دغه پېښې په اړوند نور کوم تفصیل نه دی ورکړی شوی چې کوم مرګ ژوبلې هم پکې رامنځته شوي دي.

XS
SM
MD
LG