لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جاپان کې د نړۍ تر ټولو بوډۍ ښځه په ۱۱۷ کلنۍ کې مړه شوه


د نړۍ تر ټولو اوږد عمر لرونکې بوډۍ ښځه د خالي- شنبې په ورځ په جاپان کې مړه شوه.

نبي تاجیمه د جاپان د جنوبي سیمې کیکۍ اوسېدونکي وه او تېره ورځ یې د یو سل اوولسو کلونو په عمر د ور پېښې ناروغۍ له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.

جاپاني چارواکي وایي مېرمن تاجیمه له تېرې جنورۍ میاشتې ناروغه او تر مړینې پورې په روغتون کې بستر وه.

مېرمن تاجیمه د ۱۹۰۰م کال د اګست په څلورمه نېټه زېږېدلې وه او دا په جاپان کې وروستۍ پېژندل شوې بوډۍ ښځه وه چې په نولسمه پېړۍ کې پیدا شوې وه.

رپوټونه وایي چې هغې شاوخوا ۱۶۰ اولادونه، لمسیان، کړوسیان، کوسیان او حتی کودیان هم لرل.

مېرمن تاجیمه اووه میاشتې وړاندې وروسته له هغه د نړۍ له تر ټولو زړو کسانو څخه وشمېرل شوه، چې د کارابین سمندرګي پر غاړه د جمایکا هېواد یوه بله بوډۍ ښځه وایلیټ براون د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.

د امریکې د زړپوهنې یا جیرونټولوجۍ د څېړنو ډله وایي، د دوی په ریکارډ کې اوس د چییو میاکو په نوم یوه بله جاپانۍ ښځه د نړۍ له تر ټولو زړو کسانو څخه ده، چې د ټوکیو په جنوب کې ژوند کوي او لس ورځې وروسته به ۱۱۷ کلنه شي.

د ګېنس په نوم د نړیوالو ریکارډونو کتاب وایي د نړۍ تر ټولو بوډا سړی مسازو نوناکا هم جاپانی دی چې عمر یې ۱۱۲ کاله دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG