لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسفنديار: د ترهګرو د ګواښ سره مخ شخصياتو څخه ساتونکي لرې کول غلطه فېصله ده


اسفنديار ولي خان

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ويلي چې د ترهګرو لخوا د سختو ګواښونو سره مخ شخصياتو څخه امنيتي ساتونکي لرل کول غلطه فېصله ده.

بل لور ته د مسلم ليګ ن ګوند مريم نوازپه خپل يو ټويټ کې ويلي د ترهګرو په سترګو کې سترګې اچونکي او په هغوي باندې سخته ضربه کوونکي وزير اعظم نه سيکورټي لړې کړی شوه خوکه په هغه باندې څه وشونو زمه دار به ته يي.

د اسفنديار ولي خان او نوازشريف تر څنګ نورو يو شمېر سياسمدارانو،خبريالانو او پخوانو افسرانو څخه د سترې محکمې مشر قاضي ميا ثاقب نثار د امر وروستو ساتونکي پولیس بيرته اخستل شوي دي.

چيف جسټس ثاقب نثار امر کړی ؤ چې د غېر متعلقه تنانو نه دې دولتي ساتونکي بيرته واخستل شي.

د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ویلي ګوند يې د خپل حکومت په وخت کې د ترهګرۍ پرضد او امن دپاره قربانۍ ورکړي دي.

هغه پوښتنه کړې چې د سختو حالاتو مقابله کوونکو کسانو ته که څه زيان واړېدو نو زمه وار به يې څوک وي؟.

نوموړي ويلي د ترهګرو په هدف شخصياتو ساتنه د حکومت لمړی کار دی.

بل لور ته د مخکني وزيراعظم نوازشریف لور مريم نواز د چا د نوم اخستو پرته په ټويټر ليکلي، "مائي لارډ" ټکی ليکلې کوم چې پاکستان کې د سترې محکمې د قاضيانو دپاره کاريږي، هغې په ټویټر ليکلي، " هغه که هغه له څه وشو زمه وار به یې ته یې".

د ځايي ميډيا ترمخه په ټول هيواد کې ۱۳۶۰۰ساتونکي چې د بېلابيلو شخصياتو په ساتنه په ډيوټۍ وو په پنجاب صوبه کې ۴۶۱۰، سندهـ کې۵۰۰۵، بلوچستان کي ۲۴۶ او خېبر پښتونخوا کې يې شمير ۳۰۰۰ دی بيرته اخستل شوي دي.

راپورونه وايي چې د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېر پاؤ، د جمعيت علما (ف) ډلې مشر مولانا فضل الرحمان او د عوامي نيشنل ګوند ستر سيکتر ميا افتحار حسين په امنیت مامور ساتونکي پوليس لرې کړل شوي دي.

په دغو زياترو سياسي مشرانو باندې په تيرو وختونو کې ځانمرګي بريدونه هم شوي چې پکې د پارټۍ کارکونکو بشمول په سلګونو تنان وژل شوي دي.

د ميا افتحار حسين يواځينی زوی هم په نوښار کې ترهګرو په ډزو وژلې وو.

XS
SM
MD
LG