لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتين لاهور ته رسېدلی، اولسي غونډه لږه شېبه کې پېليږي


د پي ټي اېم لاهور جلسه
د پي ټي اېم لاهور جلسه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين ته لاهور ته رسېدلی او د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کې د پي ټي اېم اولسي غونډه په رسمي ډول لږه شېبه کې پېليږي.

د اولسي غونډې د مېدان څخه د ډيوه خبريال عدنان بېټنی خبر راکوي چې د لاهور په موچي ګېټ سيمه کې د پي ټي اېم د جلسې مېدان ته په لويه شمېره کې نه يواځې پښتانه بلکې ځايي خلک سړي او ښځې راروان دي او غونډه به په لږه شېبه کې پېل شي.

د پي ټي اېم يو مشر رضا وزير د اولسي غونډې په مېدان کې ډیوه سره په خبرو کې وويل "غونډې ته د خېبرپښتونخوا، بلوچستان او پنجاب صوبې د بېلابيلو برخو نه په لويه شمېره کې خلک راروان دي او نه يواځې پښتانه بلکې پنجابيان او سندهيان هم په دې غونډه کې ګډون ته راځي".

هغه وويل،" دوي چې د کله نه د دې غونډې دپاره په لاهور کې تیارۍ پېل کړي د هغه وخت نه دوي ته د ګواښونو ټيليفونونه کيږي تنګول کيږي خو دوي اخر چې په غونډه راجوړولو کې کامياب شو او د کامیابې غونډې هيله کوي".

هغه زیاته کړه دوي خپله مبارزه په پرامنه توګه دوامداره ساتلې او د پنجاب صوبې واکمن اوس په دې مجبوره شو چې دوي ته يې نور خنډان جوړ نکړی شو او دوي اوس په خلاص مټ خپله غونډه کوي.

رضا وزير وويل دوي ته په لاهور کې ډېری داسې خلک راغلل چې هغوي دغلته د ډېرو ستونزو سره مخ دي او خپلې مسلې يې دغې غونډې ته راوړلي دي.

يوه بلې فعالې ګلالۍ اسماعيل چې د منظور پشتين خاص ډول خولۍ يې په سر کړې ده هغې وويل دوي په پاکستان کې په ځانګړي ډول د پښتنو سره د ظلمونو پرضد مبارزه پېل کړې او هغه هم د دغه مبارزې په لړ کې لاهور ته راغلې چې د پي ټي اېم په غونډه کې ګډون وکړي.

تيره شپه د پي ټي اېم څو مشران د لاهور پوليسو نيولي او د دغه کار پرضد په لاهور او پېښور کې د احتجاجي مظاهرو او په ټولنيزو رسنيو د سخت غبرګون وروستو هغوي خوشي کړی شوي وو.

نن د یکشنبې/ اتوار په ورځ د غونډې په مېدان کې سخا اوبه هم پرېښوی شوې او د مېدان نه چاپېره کنټېنرې هم ودرول شوې خو وروستو د پي ټي اېم او د پنجاب صوبايي کارمندانو بيا دغه مېدان پاک کړی او کنټېنرې هم لرې کړل شوي دي.

د پنجاب صوبايي حکومت چارواکو ويلي د امنیت له کبله یې دوي ته اجازه نه وه ورکړې خو د پي ټي اېم مشران وايي دوي اوس ته ويل شوي چې جلسه وکړي خو په ليکلې بڼه ورته اجازه بيا هم نه ده ورکړل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG