لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان يو نرښځی په صوابۍ کې په ډزو وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په صوابۍ ضلع کې نامالومه وسله والو يو نرښځی په ډزو وژلی دی، پوليس وايي دا پېښه تيره شپه رامنځته شوې ده.

د صوابۍ ضلعې د کالوخان پوليس تاڼې یوافسر وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، تيره شپه نزدې نهه بجې څوک نامالومه دوه کسان ورغلي او (خان الله عرف شينا) باندې يې ډزې يې کړي او وژلی یې دی.

هغه وويل د شينا تعلق د افغانستان سره دی.

نوموړي وويل د پوليس افسر سيدسلطان په مدعيت کې د دغه وژنې مقدمه د نامالومو کسانو پرضد درج کړی شوې خو تر دې دمه د وژنې علت لا نه دی مالوم شوی.

هغه زياته کړه د شينا خپلوان د پېښور څخه راروان دي چې هغوي راشي مړی به یې هغوي ته وسپاري.

په خېبرپښتونخوا صوبه کې د نرښځيانو د حقونو دپاره کار کوونکی قمرنسيم هم وايي چې د شينا تعلق د افغانستان سره ؤ او په کالوخان صوابۍ کې به پاتې کېدو.

ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل په خېبرپښتونخوا صوبه کې د کال ۲۰۱۵م راهسې دا ۵۶ نرښځی دی چې په ډزو وژل کيږي.

هغه وويل دوي په پېښور کې د شينا د خور سره د تماس هڅه کوي چې هغه ورته مېلاؤ شي بيا به صوابۍ ته ځي او د وژل شوي نرښځي جسد به پېښور ته راوړي يا به يې هلته خاورو ته سپاري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG