لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د نقيب مسيد د وژنې مرکزي کردار راؤ انوار ؤ، پولیس رپوټ


راؤ انوار

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان نقيب الله مسيد په وژنه کې تورن نيول شوی پخوانی پوليس افسر راؤ د پوليس ګډې پلټنيزې ډلې د يادې جعلي مقابلې (مرکزي کردار) ګرځولی دی.

د سترې محکمې په امر د نقیب مسيد د وژنې د پلټنو دپاره جوړې ډلې په خپل رپوټ کې ويلي د ټولو بيانونو او شواهدو نه مالومه شوې چې د جعلي مقابلي مرکزي کردار راؤ انوار ؤ هغه د نقيب سره د نورو درېو کسانو په اوچتولو، ترهګر ګرځولو او جعلي مقابله کې وژلو کې ککړ وو.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي، د پوليس رپوټ يې ترلاسه کړی او په رپوټ کې ويل شوي چې د پلټنو په مهال راؤ انوار د خپل ځان په بې ګناه ثابت کولو کې هم پاتې راغلی او هیڅ داسې شواهد يې نه دي وړاندې کړي.

راؤ انوار دا وخت په عدالتي ريمانډ (جوډيشل ريمانډ) په زندان کې دی.

د کراچۍ د ملير ضلعې مخکنی پولیس افسر راؤ انوار د مارچ په ۲۱م نېټه سترې محکمې ته حاضر شوی او د عدالت په امر نيول شوی ؤ هغه په ۲۲م مارچ کراچۍ ته راوستل شوی او د ترهګرۍ پرضد عدالت ته وړاندې کړی شوی ؤ.

عدالت د پولیس په خواست راؤ انوار دوي ته د يوې مياشتې دپاره د جسماني ريمانډ دپاره ورکړی چې په دغه موده کې پوليس د هغه نه پلټنې پوره کړي خو دوه ورځې وړاندې راؤ سره د نيول شوؤ ملګرو بيا عدالت ته حاضر کړی شوی خو پوليس د پلټنو پوره رپوټ نه دی وړاندې کړی.

پلټنې کوونکو پوليس افسرانو د عدالت نه نور وخت غوښتی او عدالت بيا د مئي د مياشتې د دوېمې نېټې پورې راؤ انوار جېل ته لېږلی او امر يې کړی چې په راتلونکې پېشۍ پوره پلټنيز چالان يا رپوټ عدالت ته وړاندې کړي.

نقيب الله مسيد د جنورۍ د مياشتې په ۱۳م نېټه د کراچۍ د شاه لطيف ټاؤن تاڼې په علاقه کې په يوه مقابله کې سره د درېو نورو کسانو وژل شوی ؤ.

راؤ انوار په هغه وخت ويلي چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي دي، خو وروستو د نقيب الله مسيد کورنۍ دغه تور رد کړی او د نقيب د وژنې پرضد بيا مظاهرې پېل شوی او سترې محکمې پرې خپل ځاني نوټس اخستی ؤ.

د سترې محکمې د نوټس اخستو وروستو د لوړ پوړو پوليس افسرانو جوړې پلټنيزې کمېټۍ هم يادې مقابلې ته جعلي وو.

په ۲۳م جنورۍ د نقيب مسيد د پلار محمدخان په مشرۍ د راؤ انوار او هغه سره په مقابله کې د شريکو پولیس ډله باندې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او هم په دغه ورځ راؤ انوار د اسلام اباد د هوايي ډګر نه بهر د تلو هڅه کړې خو واپس کړی شوی ؤ.

له دې وروستو راؤ انوار پټ ؤ او د هغه ځينې ملګري نيول شوي وو.

د پوليس د تازه رپوټ ترمخه راؤ انوار د يادې مقابلې نه وړاندې د نقيب د نيولو نه تر وژلو او بيا وروستو هم په مقابله کې د شريکو پوليسو سره په تماس کې ؤ.

راؤ انوار سره تراوسه پورې ۱۱ پوليس چې په ياده مقابله کې شامل وو نيول شوي پلټنې ترې روانې دي او پوليس وايي ۱۳ نور پوليس لا پټ دي چې د راؤ انوار سره د مقابلې په عملياتو کې شريک وو.

راؤ انوار په وروستيو کې ويلي د هغه نه د پلټنو دپاره دې بله ډله جوړه شي چې پکې د استخباراتي ادارو غړي هم شامل وي، خو تراوسه پورې د هغه نه پوليس په خپله پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG