لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خوست او کُرمې مشرانو په ګډه پوله د ډزبندۍ غځولو فېصله کړې


قبايلي علاقه کرمه
قبايلي علاقه کرمه

د ډېورنډ پر کرښه د افغانستان د خوست صوبې او پاکستان د کُرمې ايجنسۍ ځايي قبايلي مشرانو د يکشنبې/ اتوار په ورځ لیدلي تر څو په پوله د نښتې وروستو رامنځته شوی تاؤ تريخوالی راکم کړي.

په وروستيو کې د کرمې او خوست ترمنځ د ډېورنډ په کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ ترلږه پينځه پاکستاني سرتيري او دوه افغانان وژل شوي وو.

راپورونه وايي د مشرانو ليدنه په کرمه ايجنسۍ کې شوې او په پوله د ډز بندۍ غځولو پرېکړه يې کړې ده.

پاکستاني چارواکو ويلي د دواړو غاړو مشران په دې هم موافقه شوي چې يو پلاوی د ډېورنډ په کرښه هغه ځای ته ورشي او شخړه هواره کړي چرته چې نښته شوې وه.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې نښته وروستو له هغې رامنځته شوې وه چې په يو پاکستاني سرتيري د پولې پورې غاړې افغانستان نه ډزې وشوې.

خو افغان چارواکي وايي چې د خوست په ځاځي مېدان ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونه د پولې پورې غاړې د افغانستان خاورې ته اوړېدلي ځکه نښته شوې وه.

د دواړو هېوادونو د مشرانو او پوهانو جوړه ډله به هڅه کوي چې په پوله د شخړې د هواري لاره ولټوي.

راپورونه وايي د پاکستان د جرګې مشري د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي ساجدحسېن توري او د افغان پلاوي مشري د ځاځي قبايلو مشرانو کوله.

تيره اوونۍ په پوله د نښتې په مهال د پاکستان د پوځ پينځه سرتيري وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

د يادې نښتې په مهال هم ويل شوي وو چې په پوله دې اړخ پاکستان لوري ته د ملي خېلو قبيلې د جرګې په وېنا اوربند شوی ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG