لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اشرف غنې: هند د افغانستان ښه دوست او ستراتیژیک ملګری دی


افغان ولسمشر اشرف غني د هند د نوي سفیر وینې کومار باورلیک دیو لړ ځانگړی مراسمو په ترڅ کې ومانه.

د ارگ د فېس بک په پاڼه ليکلې شوي دي په یو باورلیک د وړاندې کولو په مراسمو کې چې په ګلخانې ماڼۍکې ترسره شول، دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او هند تر منځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا په هکله بحث او خبرې وکړې.

دغه خبر وړاندې ليکي د هېواد جمهور رئیس د افغانستان او هند دوستانه اړیکو او همکاریو ته په اشارې وویل، هند د افغانستان ښه دوست او ستراتیژیک ملګری دی او د هند نوي سفیر ته یې په دغه نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي وینې کومار په افغانستان کې د خپل نوي ماموریت په پیلولو خوښي څرګنده کړه او وې ویل، سره له دې چې هند او افغانستان د بل هر وخت په پرتله ښه دوستانه مناسبات او هر اړخیزې همکارۍ لري، مګر د خپل ماموریت پرمهال به د دغو مناسباتو او همکاریو د لا زیاتېدو کوښښ وکړي.

XS
SM
MD
LG