افغانستان سږ کال د وچکالۍ له جدي ګواښ سره مخ دی ځکه د ژمي په موسم کې تر ټولو کلونو کمه واوره شوې او ورښتونه (بارانونه) هم کم شوي وو.
د رویټرز خبري رسنۍ د راپور له مخې لږ تر لږه د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې له همدا اوسه خلک له وچکالۍ (سوکړې) څخه سر ټکوي.
راپور زیاتوي چې په دغو ۲۰ ولایتونو کې د تېر ژمي په موسم کې واورې او بارانونه ۶۰ سلنه (فیصدي) کم شویدي.
په افغانستان کې د طبعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې ویاند هشمت خان بهادري وویل:
(سږ کال وچکالي دې کچې ته رسېدلې چې مونږ باید د هېواد په ګڼو سیمو کې بیړنی حالت اعلان کړو.)
بهادري وړاندې وویل، ددغې ستونزې د حل لپاره به بودیجه ځانګړې شي خو باید له دغه هېواد سره د خوراکي توکو د واردولو لپاره د پیسو مرسته وشي.
په افغانستان کې د امریکا د مرستو پراختیايي ادارې (یو اس آی ډي) ویلي چې د ۲۰۰۲ کال راهیسې سږ کال د لوموړي ځل لپاره واوره دومره کمه ورېدلې.
په افغانستان کې د زیاتې واورې ورېدل یو مهمه مسله ده ځکه په اوړي کې بیا د همدغو واورو د ویلې کېدو له امله اوبه جوړیږي او ځمکې پرې خړوبیږي.
د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ادارې (یونسیف) د ګل یا دوشنبې په ورځ له نړیوالو څخه د لسو میلیونو ډالرو غوښتنه وکړه چې پرې وچکالي ځپلو ولایتونو کې ماشومانو او د هغوي له کورنیو سره مرسته وکړي.
یونسیف دا هم ویلي چې په لسو زیاتو متاثرو ولایتونو کې د اوبو سرچینې له ۲۰ تر ۳۰ فیصدو پورې کمې شویدي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، دوی به هغه ۲۰۰۰ ټنه غنم په اړینو خلکو باندې وویشي کوم چې له هند او قزاقستان څخه وارد شویدي.