لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اورکزو جرګې هم پاکستاني چارواکو ته د تاوانونو د معاوضې لپاره نېټه ورکړې


قبايلي جرګه
قبايلي جرګه

د قبايلي سيمې اورکزۍ ايجنسۍ د ۱۸ قومونو جرګې پوليټيکل انتظامیې ته د تاوانونو د معاوضې ورکولو دپاره خپلې غوښتنې وړاندې کړي او ګواښ يې کړی که غوښتنې يې ونه منل شوې پېښور کې به د ګورنر د کور مخې ته احتجاجي ناسته پېل کړي.

د اورکزو جرګې په داسې حال کې پوليټيکل انتظاميې ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي او د ګورنر د کور مخې ته يې د احتجاجي ناستې ګواښ کړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ د مياشتې راهسې د اسلام اباد د ناستې نه وروستو په ټول ملک کې مبارزه پېل کړې ده.

د دوشنبې/ ګل په ورځ د اورکزو قبايلي جرګې د ملک حبيب نور په مشرۍ خپلې غوښتنې پوليټيکل ايجنټ سيد نعمان علي شاه او پوليټيکل تحصيلدار ښائسته اکبر ته وړاندې کړي او ګواښ يې کړی که په ۱۰ ورځو کې يې غوښتنې ونه منل شوې پېښور کې به د ګورنو د کور مخې ته په احتجاج کښېني.

د اورکزو مشرانو غوښتنې کړي چې په سيمه کې د تندلاريتوب او پوځي عملياتو په مهال وران شوو کورونو او نورو جايدادونو ته د اوختي تاوان سروی دی وشي هغه چې رجسټرېشن يې نه دی شوی او دوي ته دې تاوان ورکړی شي.

د ماموزۍ او بازي کوټ نه کډوال شوي خلک دې بيرته ستانه کړی شي، په دابوري سيمه کې دې د علي خېل او افريدو قبايلو ترمنځ د پولې تازه سروی وشي.

دوي غوښتي چې په اورکزو کې دې بجلي په ځای کړی شي او د کوهاټ پوليسو د چپرمشتي خېلو او شېخان قبايلو نيولي کسان دې خوشي کړي.

تيره اوونۍ د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان تاجرانو په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پېل کړې او ويلي يې ؤ چې د ضرب عضب پوځي عملياتو نه په سيمه کې د ۲۰ زرو پورې تاجرانو ته تاوانونه اوختي د هغې معاوضه دې ورکړی شي.

وروستو د پوځ د باور ورکولو وروستو د اتوار په ورځ په سیمه کې پوځي ویاند او پوليټيکل انتظامیې د تاجرانو د جرګې سره ليده کاته شوي او دوي ته يې باور ورکړی چې د پوځ لخوا ترسره شوي ضرب عضب عملیاتو کې د تاجرانود تاوانونو لپاره به د شمالي وزیرستان پولټیکل اېجنټ په مشرۍ کې یوه کميټي جوړیږي، دغه کميټي به د شوو تاوانونو اندازه لګوي او تاجرانو ته به د شوؤ زیانونو پېسې ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG