د امريکې او پاکستان په اړيکو کې د تاؤ تريخوالي راتلو وروستو د روس او پاکستان د ملي امنيت سلاکارانو په لمړي ځل ليدلي او د دفاع، سايبر امنيت، ايټم او استخباراتي مالوماتو شریکولو سره يې د تجارت په برخه کې د نزدې مرستو په سر خبرې کړي دي.
ماسکو کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار ناصرجنجوعه او روسي فېډرېشن د امنيت د شورا سیکرټري نيکولو پېټراشې په مشرۍ د دواړو هېوادونو د ډلو دوه ورځنۍ ناسته د دوشنبې/ ګل په ورځ پای ته رسېدلې ده.
د غونډې وروستو ويل شوي چې د پاکستان په پلاوي کې لوړ رتبه پوځي چارواکو، سياسي استازو، استخباراتي او د سټرېټجک پلان ډويژن چارواکو چې د ملک د ايټمي وسلو او ميزايل پروګرام څارنه کوي، ګډون درلود.
ويل شوي دواړو غاړو په ليدنه د اطمينان او مثبت پرمختګ لور ته د تګ څرګندونه کړې ده.
سرچينې وي او ای ته ويلي د روس د سوداګرو يو پلاوی هم په روانه اوونۍ کې د پاکستان سفر کوي او دلته په بېلابيلو برخو کې د پانګونې پلان لري.
پاکستان روس پله اړيکې په داسې حال کې پراخوي چې د اسلام اباو او واشنګټن د لسيزو راهسې اړيکې په وروستيو کلونو کې د تاؤ تريخوالي ښکار شوي دي.
دغه اړيکې هغه وخت خرابې شوې چې د پاکستان په امنيتي ادارو افغانستان کې د طالب وسله والو د ملاتړ تورونه ولګېدل چرته چې امريکا او اتحاديان يې د کلونو راهسې د تندلارو وسله والو سره په جګړه بوخت دي.
پاکستان دغه تورونه ردوی او وايي امریکا په افغانستان کې د امنیت خرابېدو په لړ کې د پاکستان نه د قربانۍ ګډوری جوړوي.
امریکا ادعا کوي چې پاکستان په خپله خاوره حقاني شبکې او افغان طالبانو ته پناه ورکړې ده.
روان کال امريکا د پاکستان پوځي مرستې هم ځنډولي او ويلي يې دي تر هغې به دا مرستې ځنډولې وي څو پورې چې پاکستان په خپله خاوره د تندلارو د ځالو پرضد غوڅ عمليات نه وي کړي.
تيره اوونۍ امريکا اعلان کړې او په امریکا کې يې د پاکستان د سفارتکارانو په ګرځېدو ځينې بندېزونه هم لګولي دي.
څيړونکي وايي ماسکو او بيجنګ د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ د رامنځته شوې خلا نيولو او دغه ځای ډکولو هڅه کوي.
اسلام اباد د ماسکو سره د کال ۲۰۱۴م راهسې دوه اړخيزه اړيکې بيرته روانې کړي چې کله د روس د بهرنيو چارو وزیر د پاکستان سفر کړی ؤ.
وروستو د پاکستان او روس ځانګړو ځواکونو په کال ۲۰۱۶م او ۱۷م کې ګډ تمرينونه هم کړي وو.
روس او پاکستان د اربونو ډالرو د توانايۍ په لړ کې خبرې هم کوي، چرته چې چين د وړاندې نه په تيرو درېو کلونو کې په سړکونوجوړولو، رېل په پټړۍ، توانايۍ او سمندري اډو جوړولو په برخه کې ۱۹ اربه ډالره لګولي دي.
بيجينګ ژمنه کړې چې د چين ـ پاکستان اقتصادي راهدارې (سي پېک) په مد کې به د کال ۲۰۳۰ م پورې اندازاً ۶۲اربه ډالره ولګوي.