لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د امريکايي اتاشي نوم په (تور فهرست) کې اچولی


US Pakistan flags
US Pakistan flags

پاکستان کې د امریکې سفارتي اتاشي چې په اسلام اباد کې يې يو تن په ګاډي وهلی او وژلی ؤ، د هغه نوم په تور فهرست کې اچول شوی او اوس به د ملک نه بهر سفر نشي کولی.

دغه خبره نن مرستیال څارنوال د اسلام اباد هائيکورټ ته د يادې پېښې د اورېدنې په مهال کړې ده.

د اسلام اباد هائيکورټ جسټس عامر فاروقي د امريکايي اتاشي کرنل جوزف نوم په اېګزټ کنټرول لسټ (اي سي اېل) کې اچولو د اورېدنې په مهال مرکزي حکومت عدالت ته ځواب ويلی چې د کرنل جوزف نوم په تور فهرست کې شامل کړی شوی دی.

څارنوال عدالت ته ويلي کرنل جوزف د پاکستان نه نشي وتلی هغه ته سفارتي استثنٰی ترلاسه ده او د سفارتي دندې په وخت کومه پېښه کې د ويانا کنونشن دا استثنٰی ورکوي.

عدالت ته ويل شوي ځکه نه د امريکايي سفارتي اتاشي ګرفتاري کېدی شي او نه يې پرضد مقدمه چلېدی شي.

له دې نه په وړاندې اورېدنه کې عدالت د کرنل جوزف نوم په اي سي اېل کې د اچولو په اړوند رپوټ غوښتی ؤ.

د روانې مياشتې په ۷م نېټه اسلام اباد کې امريکايي اتاشي کرنل جوزف ايمانوئيل چې په خپله ګاډی چلولی ؤ په يو موټر سائيکل سواره دوه تنه يې وهلي چې پکې يو عتیق په ځای ژوند د لاسه ورکړی او بل ژوبل شوی ؤ.

پوليسو د جوزف ګاډی تاڼې ته بوتللی خو د سفارتي ادابو له مخې يې هغه نه ؤ نيولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG