لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کوټه کې ځانمرګي برید ۵ پولیس وژلي او ۸ یې ټپیان کړي


د بلوچستان په مرکز کوټه کې پر پولیسو او ملېشه سرتېرو په دوو بېلو ځایونو کې چاودنې شوې دي، چې د چارواکو په وینا دواړه ځانمرګي بریدونه وو.

پولیس چارواکي وایي نن د نهې- سه شنبې په ماښام د کوټې ښار پر ایرپورټ سړک یوه مشکوک تن- چې وایي ځانمرګی وو- د پولیسو پر موټر چاودنه وکړه او ۵ پولیس عسکر یې و وژل، اووه نور یې ټپیان کړل.

د ښار په مغربي بای پاس سیمه کې هم دوې غبرګې چاودنې اورېدل شوې دي، چې د چارواکو په وینا د ملېشه ځواکونو پر یوه چیک پوسټ د حملو هڅه شوې ده، خو ملېشه سرتېرو ناکامه کړې.

د پاکستاني پوځ دفتر رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي، درو تنو ځانمرګو بریدګرو هڅه کوله، چې په میان غونډۍ سیمه کې پر ملېشه سرتېرو برید وکړي، خو وایي تر برید مخکې یې له ملېشه سرتېرو سره د ډزو تبادله وشوه، چې په نتیجه کې یې دوه بریدګر و وژل شول، خو ملېشه سرتېرو ته کوم زیان ونه رسېد.

په لومړي ځانمرګي برید کې وژل شوي او ټپي پولیس سمدستي د کوټې سرکاري روغتون ته وړل شوي دي، خو دا نه دي ویل شوي چې د ټپیانو حالت څنګه دی.

د ایرپورټ سړک د ځانمرګي برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په دې وروستیو کې چې پر پولیسو کومې چاودنې شوې ذمه واري یې اکثر داعش یا جماعت الاحرار ډلې پر غاړه اخیستې ده.

خو د میان غونډۍ پر ملېشه چیک پوسټ د برید ذمه واري حزب الاحرار ډلې منلې ده. رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې دې ډلې دعوه کړې، چې په برید کې یې پاکستاني ملېشه ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په تېرو دوو کلونو کې په کوټه ښار کې پر پولیسو او ملېشه ځواکونو د ترهګرۍ حملې زیاتې شوې دي. د روان کال په جنورۍ کې هم په دې ښار کې د پولیسو پر یوه لارۍ ځانمرګی برید شوی وو، چې ۵ پولیس پکې وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG