د افغانستان او پاکستان تکړه پښتانه لوبغاړي راشد خان او شاهد اپریدی د نړیوال کرکټ لوبډلې (ورلډ-۱۱) په ټیم کې شامل کړای شوي او د ویسټ انډیز خلاف به په شل اووریزو سیالیو کې لوبېږي.
دغه سیالۍ به د مې په ۳۱مه د برتانیې په مشهور کرکټ لوبغالي لاډز کې تر سره کېږي.
د اې ایف پي خبري اېجنسۍ د خبر له مخې، راشد خان وایي دا د ده او افغانستان لپاره ستر ویاړ دی چې په دغه نړیواله لوبډله کې شامل کړای شوی او په دې خوشاله دی چې د کرکټ په یوه زړه لوبډله کې لوبېږي.
د پاکستان پښتون لوبغاړي شاهد اپریدي هم په (ورلډ-۱۱) لوبډله کې پر شاملېدو خوشالي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا د ده لپاره د ویاړ خبره ده.
د یادونې وړ ده چې د مې په ۳۱مه کېدونکې دغه شل اووریزه سیالي د دې لپاره کېږي، چې ترې تر لاسه شوې پیسې به یې د ویسټ انډیز د کرکټ میدانونو پر بیارغونه ولګول شي. دغه میدانونه تېر کال د سمندري توفان او تېزو سیلیو له امله زیانمن شوي دي.