لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کارپوهان: پښتون ژغورنې غورځنګ او پوځ باید د مذاکراتو لپاره خپل دریځونه نرم کړي


په خیبرایجنسۍ کې شوې جرګې ته ځینې سیاسي څېړونکي هیله من دي چې وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې به د مذاکراتو له لارې ومنل شي، خو ځینې بیا اندېښنه څرګندوي چې هسې نه د مذاکراتو په نامه د دې غورځنګ روانه مبارزه ودرول شي.

مشهور خبریال او سیاسي څېړونکی رحیم الله یوسفزی وایي، پوځ او د پښتون ژغورنې غورځنګ دواړو ته پکار دي چې د خبرو اترو لپاره په خپل دریځ کې نرمي پیدا کړي:

"زما په خیال دا خبرې دومره مشکلې نه دي، ډېره ګرانه خبره دا ده چې د خلکو عزتِ نفس بحال شي او پر چیک پوسټونو یې سپکاوی ونه شي، خلک اوچتول نه دي پکار، خو پي ټي ایم هم باید د خپلو خبرو د حل کولو لپاره هلې ځلې وکړې او شواهد ورکړي چې غوښتنې یې ومنل شي".

د پېښور پوهنتون د سیمه ییز زدکړو د څانګې مشر پروفیسر ډاکټر سرفراز وایي، د باور جوړولو لپاره دواړو غاړو ته پکار ده چې د یو بل په ضد نعرې او پروپیګنډې بندې کړي.

منظور پښتین او جنرل قمرجاوید باجوه.
منظور پښتین او جنرل قمرجاوید باجوه.

ډاکټر سرفراز وایي، فکر نه کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران دستي مذاکراتو ته تیار شي:

"ماته داسې ښکاري چې پي ټي ایم به سمدستي د مذاکراتو وړاندیز قبول نه کړي او پکار هم نه ده چې قبول یې کړي، ځکه چې د هغوی خلاف ډېره زیاته منفي پروپیګنډه شوې ده، هغوی ته ملک دوښمنه ویل شوي دي، پر مېډیا یې د کورېج بشپړ بلیک آوټ شوی دی او کسان یې بیا- بیا نیول شوي دي".

ډاکټر سرفراز وایي د پښتون ژغورنې غورځنګ ټولې غوښتنې آییني، جمهوري او له عدمِ تشدد سره سمې دي، نو پکار ده چې واکمن تر مذاکراتو مخکې د ښه-شګون په توګه د دوی ځینې غوښتنې عملي کړي:

"د دوی دوې درې غوښتنې باید دستي ومني او عمل په وکړي، په اخبارونو او ټیلیویژنونو کې دي د هغوی خبرو ته ځای ورکړي او بندیز دي ورباندې ختم کړي".

د دفاعي چارو یو بل څېړونکی او د پاکستاني پوځ پخوانی بریګېډیر سعد محمد خان له وي.او.اې سره په خبرو کې هیله مندي څرګنده کړه، چې له پوځ سره به د پښتون ژغورنې غورځنګ مذاکرات بریالي شي:

"دا ښه خبره ده چې د پوځ مشران غواړي له دغو خلکو [پي ټي ایم] سره خبرې اترې وشي، زما خیال کور کمانډر هم ویلي دي چې له دوی سره به خبرې اترې کېږي او سختۍ به ورسره نه کېږي، خو هغوی [پي ټي ایم] ته هم پکار ده کوم الفاظ چې استعمالوي په هغه کې لږ بدلون راولي، ځکه له هغه سره مسئلې زیاتېږي کمېږي نه".

د پي ټي ایم جلسه.
د پي ټي ایم جلسه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره د مذاکراتو لپاره دغه جرګه د شورو- چارشنبې په ورځ د خیبرايجنسۍ په جمرود کې وشوه، چې شاوخوا ۲۶ قبايلي مشرانو، پارلیماني غړو، د پښتونخوا د حکومت استازي او د منظور پښتین په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پکې ګډون وکړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د لاهور په جلسه کې ویلي وو، چې څو اوونۍ وړاندې یو پوځي افسر له دوی سره خبرو ته ور لېږل شوی وو، خو د سیاسي چارو کارپوه رحیم الله یوسفزی دعوه کوي، چې له دوی سره د پوځ مشرانو په شمالي او جنوبي وزیرستان او پینډۍ کې هم خبرې کړې دي.

د پېښور لپاره د پاکستاني پوځ کورکمانډر لیفټینینټ جنرل نذیر احمد بټ د نهې- سه شنبې په ورځ له خبریالانو سره په یوه غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنې ریښتینې بللې وې او ویلي یې وو، د اپیکس کمېټۍ د جوړولو پرېکړه یې کړې چې د دوی ټولې غوښتنې د آیین په دایره کې تر سره کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر محسن داوړ تر جرګې وروسته وي.او.اې ته په خبرو کې ویلي، دوی له ریاستي ادارو او پوځ سره مذاکراتو ته تیار دي خو وایي د مذاکراتو لپاره به د خپل غورځنګ له ټولو ملګرو سره مشوره کوي او وروسته به به ځواب ورکوي چې مذاکرات په کومو شرایطو پیل کړي.

محسن داوړ وایي د مذاکراتو لپاره باید یوه فضا هم جوړه شي، ځکه چې وایي ریاست تر اوسه په خپله رویه کې بدلون نه دی راوستی، په کراچۍ او لاهور کې اوس هم د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او پلویان بندیان کېږي او ځورول کېږي.

محسن داوړ وویل چې مذاکرات یې د غورځنګ له هلو ځلو سره کار نه لري او د مخکې غوندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، چې وایي په سوات او کراچۍ کې اعلان کړې جلسې به یې پر ټاکلیو نېټو کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG