لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ پولیس رپوټ: د راو انوار له خوا د نقیب مسید او درو نورو وژنه ترهګري ده


د نقیب الله مسید او درو نورو کسانو د وژنې د پلټنو لپاره جوړې شوې د پولیسو پلټونکې ډلې په خپل تفصیلي رپوټ کې ویلي، چې راو انوار ترهګر دی ځکه چې وایي دغه کسان یې بېګناه وژلي دي.

د مارچ په ۲۳مه د سپریم کورټ په امر جوړې شوې د پولیسو ګډې پلټونکې ډلې (جې ای ټي) په اردو ژبه په خپل ۱۳ مخیز تفصیلي رپوټ کې ویلي، د راو انوار د دعوو په بنیاد یې د نقیب مسید او درو نورو وژل شویو کسانو په اړه هیڅ داسې شواهد ونه موندل، چې هغه دي په څه جرم کې لاس لرلی وي.

پاکستاني رسنۍ وایي، د سیند د لوړپوړي پولیس مشر ډاکټر افتاب پټان په مشرۍ پلټونکې ډلې په رپوټ کې دا هم ویلي، چې راو انوار او ملګرو یې د نقیب او درو نورو کسانو تر وژنې وروسته دا هڅه هم کړې چې د هغوی د وژنې شواهد ختم کړي.

راو انوار دعوه کړې وه چې د نقیب مسید په شمول دغه څلور ځوانان د پولیسو په ځوابي ډزو کې پر یوه ځای وژل شوي، خو رپوټ وایي دوی څلور واړه جلا- جلا وژل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د نقیب مسید تر وژنې وروسته پیل شوی، غوښتنه کوي چې راو انوار او د نقیب مسید په وژنه تورن کسان دي ژر تر ژره په سزا ورسېږي او د هغه کورنۍ ته دې انصاف ورکړل شي.

رپوټ وایي راو انوار د پلټنو په مهال د پېښې ځای ته وروستل شوی خو هغه د دوی په وژنه کې د لاس نه لرلو څه ثبوت وړاندې نه کړ، ځکه نو وایي هغوی یې په غیرعدالتي توګه وژلي او د ده دا کار یې ترهګري بللې ده.

رپوټ وایي د پېښې له ځایه یې د جیو-فینسنګ ټیکنالوجۍ په مرسته داسې شواهد هم موندلي چې راو انوار پخپله هلته موجود وو او لومړی یې دوی په ډزو وژلي، بیا یې په جلا- جلا کوټو کې اچولي دي. رپوټ وایي د دوی د وینو نمونې یې اخیستې وې او له هغه داسې څرګندېږي چې دوی د دې پېښې د پټولو په خاطر یوې بلې کوټې ته وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د نقیب مسید په شمول د څلورو کسانو په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار د تېر اتوار- یکشنبې په ورځ د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوی وو، چې قاضي یې د عدالتي ریمانډ لپاره د مې تر ۲مې په زندان کې د بندولو امر وکړ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG