لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دې د جګړې په ځای د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي، امريکا


د امريکې د بهرنيو چارو موقتي وزير جان سولوين ويلي طالبان بايد د بهرنيو خوندي ځالو نه بيرته افغانستان ته راوګرځي د انتخاباتو په پروسه کې برخه واخلي او د دوي پسرلني عمليات اعلانول هیڅ جواز نه لري.

طالبانو پرون د چهارشنبې/ شورو په ورځ په افغانستان کې د خندق په نوم پسرلنيو عملياتو پېل کولو اعلان کړی دی.

نوموړي سولوين ويلي د طالبانو د نوي موسم جګړې ته هیڅ ضرورت نشته وخت راغلی چې طالبان راشي او د هېواد په ټاکنيزه پروسه کې برخه واخلي.

افغان صدر اشرف غني تيره مياشت په طالبانو د د ټاکنو په عمل کې د برخې اخستو غږ کړی ؤ.

افغان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته وړاندیز کړی او ويلی يې ؤ که دوي سولې ته غاړه کښیږدي نو په راتلونکو ټولټاکنوکې به ورته د برخې د موقعې ورکولو ترڅنګ ګڼ شمیر امتیازات ورکړل شي.

خو طالبانو د افغان ولسمشر دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ویلی او پرون يې د پسرلنيو عملياتو پېل کولو اعلان کړی دی.

امريکايي وزير د اشرف غني لخوا په طالبانو د سولې په پروسه کې د ورګډېدو عمل ته تاريخي بلنه ويلې ده.

سولوين ويلي، "د نوي موسم جګړه هيڅ اړتيا نه لري چې طالبانو اعلان کړه او دوي تشدد کوي د افغانستان په نړيوال کچه منل شوی او منتخب حکومت او ملاتړي يې په نښه کوي".

نوموړي زياته کړې "مونږ د افغانستان د تورزنو ځواکونو ملاتړ کوو چې د افغان ټولنې ويجاړؤنکو طالبانو او ترهګرو په وړاندې مبازره کوي".

هغه ويلي "مونږ د افغان اولس قربانۍ ستایو چې د تشدد او وينې توېدو باوجود خپل عادي ژوند کوي، کورنۍ سمبالوي، پوهنتونونو ته ځي، کاروبارونه کوي، د ټاکنو تيارۍکوي او خپله ټولنه پياوړې کوي".

طالبانو چې پرون د (خندق) په نوم پسرلني عمليات اعلان کړي ويلي يې دي "په دغو عملياتو کې به يې لمړی تمرکز په امریکا او د دغه هېواد په استخباراتي استازو او دوېم تمرکز به يې په افغانستان کې دننه د هغو پلويانو وي".

خو بل لور ته په افغانستان کې د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د ولسواليو د شوراګانو او پارلیمان ټولټاکنې ټاکل شوي او د ټاکنو دپاره د ووټونو د نوم ليکنې عمل دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG