لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ ۲۰۱۹م : پاکستان او افغانستان به په ۲۹م جون د ليډز په مېدان مقابله کوي


د کرکټ نړيوالې شورا ( ICC) ويلي د کرکټ راتلونکی ۱۲م نړيوال کپ به د مئي د مياشتې نه په انګلستان او وېلز کې د نړۍ د ۱۰ هېوادونو ترمينځه لوبېږي.

افغانستان به په دغه نړيوال کپ کې خپله لومړۍ مقابله د پاکستان سره د جون په ۲۹مه نېټه په ليډز مېدان کوي.

کرک اېنفو نومې سپورټي وېب پاڼې د راتلونکي ورلډ کپ لپاره دغه عارضي نېټه خپره کړې ده چې رسمي منظوري به يي امکان دی د زيارت په ورځ د بورډ د مشرانو په غونډه کې ورکړی شي.

د دغې شيډول يا ټيم ټېبل ترمخه د ورلډ کپ لومړۍ لوبه به د مۍ په ۳۰ مه نېټه د کوربه انګلستان او جنوبي افريقا ترمينځه په اوول مېدان کې لوبيږي او آخرۍ لوبه يا فاېنل به د جولايۍ په ۱۴مه نېټه په لارډز مېدان کې لوبيږي، د لوبې دوه سيمي فاېنلې به د جولایۍ په ۱۹ په مانچسټر او په اامه په برمنګم ښار کې لوبيږي.

په دې سياليو کې شامل ۱۰ واړه لوبډلې به د پاتې نهو لوبډلو سره وار په وار مخامخ کيږي.

په دغه نړيوال کپ کې به د پاکستان مقابله د هند سره د جون په ۱۶مه نېټه په مانچسټر ښار کې وي.

وي او ای ډيوه به مو وخت په وخت د دغې لوبو نه خبروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG