لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجونه: کراچۍ کې نیول شوي کسان دي خوشي شي


د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا نن د پاکستان په اکثرو لویو او وړو ښارونو کې د خپلو هغو غړو او ملاتړو د خلاسون لپاره احتجاجي مظاهرې شوې، چې په کراچۍ کې امنیتي ادارو نیولي دي.

احتجاج کوونکو د نیول شویو ځوانانو د نیول کېدو په ضد شعارونه هم ورکړل، په لاسونو کې یې شعارپاڼې را اخیستې وې او غوښتنه یې کوله چې دغه نیول شوي ځوانان دي ژر تر ژره خوشي کړل شي.

په داسې وخت کې چې په پاکستان کې پښتنو په کراچۍ کې د امنیتي ادارو له خوا د نیولو شویو کسانو د خلاسون لپاره احتجاج کاوه، په کراچۍ کې نن بیا رېنجر امنیتي ادارې د غورځنګ هغه ملاتړي نیولي، چې د دې ښار په سوراب ګوټ کې یې احتجاج کاوه.

د غورځنګ مشر منظور پښتین پرون پر خپل فېسبوک په وینا کې وویل، چې د اپرېل په ۲۲مه یې په کراچۍ کې د غورځنګ اته غړي او ملاتړي نيول شوي وو، چې کريم پرهر، عطا اپريدی، ډاکټر برکت الله برکي، ګلباز، زین العابدين، عمر رياض، افتاب اشرف، بلاول بلوڅ، ياسر ارشاد، فارس، راج، شيرازي او جلال خان نومېږي.

په دغو احتجاجي مظاهرو کې- چې په پېښور، کراچۍ، اسلام اباد، کوټه او په نورو ښارونو کې وشوې- ویناوالو د پاکستان پر امنیتي ادارو نیوکې وکړې او د دوی دا کار یې وغانده، چې یوې خواته ورته د مذاکراتو وړاندیزونه کوي او بلې خواته د دوی غړي سوله ییز احتجاج ته نه پرېږدي او په غیرقانوني توګه یې نیسي او په شپو- شپو یې په بند کې ساتي.

په اسلام اباد کې هم سلګونه ځوانان احتجاج ته را وتلي وو. دې احتجاج ته په وینا کې د غورځنګ یوه فعال غړي خان زمان کاکړ وویل، ریاست نور باید په دې پوه شي چې د دوی د ملګرو په نیولو او د هغوی په ضد د مقدمو (ایف ای آر) کولو په وسیله د دې تحریک مخه نه شي نیولای:

"نن خو دوی زموږ یو څو ملګري جېل ته اچولي دي، د دوی دا خیال دی چې د لکونو او کروړونو پښتنو دا تحریک به غلی کړي، خو که زرګونه کسان هم جېلونو ته واچوي او اغوا یې کړي دا تحریک به روان وي".

په کراچۍ ښار کې هم لسګونه کسان احتجاج ته را وتلي وو. مظاهره چیانو ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي نور الله خان ترین وویل، په کراچۍ کې اوس هم د غورځنګ ملاتړو ته ګواښونه کېږي او نیول کېږي:

"په پاکستان کې مختلف ترهګر تنظیمونه فعال دي، دوی په اسلام اباد کې ریډ-زون بند کړی او سرکاري املاکو ته یې لاس اچولی خو تر ننه نه دي نیول شوي، خو پښتانه چې پرامنه احتجاج کوي او آییني غوښتنې کوي نو نیول کېږي".

په کوټه کې هم ګڼ شمېر کسان د پریس کلب مخې ته د احتجاج لپاره را غونډ شوي وو. احتجاجي مظاهرې ته په وینا کې د بشري حقونو فعالې جلیلې حیدر وویل، ریاستي ادارې چې څومره هم د خلکو ږغ بندوي هغومره به زیات خلک احتجاج ته را وځي:

"ځینو ملګرو ته نن سبا له شخصي [ناڅرګندو] نمبرونو ټیلیفونونه کېږي، ماته هم کېږي خو دوی ته وایو چې هیڅوک هم حتی پوځ هم تر ولس زورور نه دی. موږ ټول منظور پښتین یو، موږ ټول ماما قدیر یو، که مو وړئ که مو وژنئ نور نه وېرېږو".

د بلوچستان د ږوب، لورالای، کلاسیف الله په شمول د پښتونخوا په سوابۍ او ځینو نورو سیمو او د پنجاب په لاهور او ملتان ښارونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا احتجاجي مظاهرې شوې دي او په کراچۍ کې د نیولو شویو کسانو د خوشي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د کراچۍ پولیسو تر اوسه د دغو کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي نیولي، خو په دې وروستیو د پښتون ژغورنې غورځنګ کسان په دې تور نیول کېږي یا په پولیس تاڼو کې مقدمې ورباندې جوړېږي، چې د پولیسو په وینا دوی د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو په ضد ویناوې کوي.

XS
SM
MD
LG