لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي: ترهګرو له افغان خاورې پر پاکستانۍ پوسته برید نه دی کړی


د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د پوځ هغه ادعا بې بنسټه وګنله چې ګواکې یو شمېر ترهګرو د افغانستان له خاورې په موندو ایجنسۍ کې د پاکستان د پوله ساتو ځواکونو په یوې پوستې باندې برید کړی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال راد منش وي او اې ډیوې ته وویل، افغانستان به هېڅکله چاته اجازه ور نه کړي چې ددوي له خاورې څخه د نورو هېوادونو پرضد کار واخیستل شي.

(د پاکستان د پوځ دغه ادعا په کلکه ردوم. د دواړو هېوادونو د دفاع د وزارتونو ترمنځ یو ګډ کمیسیون جوړ شوی چې په داسې پېښو کې له یو بل سره معلومات شریک کړي. تر اوسه ګډ کمېسیون په دې اړه مونږ ته څه نه دي ویلي.)

ښاغلي رادمنش وړاندې وویل، افغان امنیتي ځواکونو تل په خپله خاوره کې د ترهګرو په وړاندې پوځي عملیات ترسره کړیدي او له پاکستان څخه یې هم وغوښتل چې دوی هم په خپله خاوره باندې د ترهګرو پرضد ورته عملیات ترسره کړي.

رادمنش وویل، که پاکستان دا کار وکړي نو په خاوره کې به یې د ترهګرو ځالې او پټنځایونه چې افغانستان او امریکا یې په شتون زیاته اندېښنه لري هرومرو له منځه ولاړ شي.

د پاکستان پوځ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ ویلي و، د فرمان الله په نامه د دوی یو ۲۱ کلن سرتیری په موندو ایجنسۍ کې هغه مهال ووژل شو کله چې پرې ترهګرو د پولې له پورې غاړې برید وکړ.

د پاکستان پوځ په یو خپور کړي بیان کې وړاندې ویلي دي، چې پاکستاني سرتیرو هم درې ترهګر په ځوابیه ډزو کې وژلي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه پوله د اخ ډب دا ډول پېښې په داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې کابل او اسلام اباد د ډیپلوماسۍ له لیارې خپلې مسلې د خبرو له لیارې لټوي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار جنرال ریټایرډ ناصر جنجوعه د روسي په سوچي ښار کې له خپل افغاني سیال محمد حنیف اتمر سره د زیارت یا پنجشنبې په ورځ لیدلي.

په دغو خبرو کې پاکستان دا منلې ده چې په افغانستان کې د امن لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG