لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دماشومانو په لوڅو فلمونو پلورلو یو تن زندان ته لیږل شوی


دپاکستان دننه په لمړي ځل د ماشومانو د لوڅو فلمونو دپلورلو په جرم دلاهور یوې محکمې دپنجاب د سرګودهې سیمې یو اوسیدونکي ته د اوو کالو دبند اؤ ۱۲ؤ لکو روپور د جرمانې سزا اورولې ده.

د سعادت امین په نوم په دغه تن تور ؤ چې په سویډن، اټلي ، امریکا اؤ برتانیه کې د وړو ماشومانو دجوړیدونکو لوڅو فلمونو په پلورلو کې لاس لري.

تیرکال په ۱۱م اپریل د ایف ایي ای د مرستیال مشر خالد انیس لخوا دسرګودهې په دغه اوسیدونکي مقدمه درج کړل شوې وه.

دپاکستان د پلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای ویلي وؤ چې دهغه د ولقې څخه یې دشپږنیمو لکو څخه زیات داسې عکسونه اؤ ویډیوګانې هم ترلاسه کړي چې دماشومانو لوڅو فلمونو جوړولو کې دهغه ککړتیا ثابتوي.

تیره ورځ په لاهور کې د انټر نیټي جرائمو په ضد دځانګړې محکمې قاضي عامر رضا بیتو تورن شخص سعادت امین ته د جرم په ثابتیدلو د اوو کالو دبند اؤ ۱۲ؤ لکو روپو د جرمانې سزا هم اورولې ده.

تر دې مهاله په ایف ايي ای کې داسې کومه ځانګړې څانګه وجود نه لري چې هغه په انټرنیټ د اعتراض وړ موادو مخه ونیسي خو کله چې عام خلک ایف ايي ای ته ددغسې موادو په ضد مراجعه وکړي نو د جرمونو د پلټنو دغه اداره یې په ضد ګامونه اخلي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG